دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۹:۳۸
د مطلب کود : 154364
کورنیو چارو وزارت د ۱۲۳ کسانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته استولي

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت وايي، د اداري فساد له ۹۲ پېښو سره په تړاو یې د ۱۲۳ کسانو دوسیې لویې څارنوالۍ ته استولي دي.

د کورنیو چارو وزارت سرپرست ویاند نجیب دانش نن ازادي راډیو ته وویل چې په تورنو کسانو کې دوه جنرالان او ۳۶ د پولیسو افسران شامل دي.

خو په افغانستان کې د شفافیت د څارنې ادارې مشر اکرام افضلي نن ازادي راډیوته وویل:

"له اداري فساد سره په مبارزه کې د کورنیو چارو وزارت فعالیت ډېر شفاف نه‎دی او موږ زیات باور نه ورباندې لرو ."

د افغانستان لویې څارنوالۍ تر اوسه په دې اړه خبرې نه دي کړې .

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdciq5az5t1awp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته