د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) خبرګزاری مانیتورینګ څخه په ګزارش سره، په دی نقشه او ګزارش کی، طالبان ویلی دی چی د افغانستان ۴۰۰ ولسوالیو څخه، ۳۴۹ ولسوالی تر خپل پوشش لاندی لری.
دا ګزارش او طالبانو نقشه د مارچ په ۲۶ تاریخ خپور سوی دی.
د لانګ وار ژورنال په ګزارش سره، طالبان په خپل ګزارش کی ادعا کړی دی چی ۳۴ ولسوالی د هغه د مرکز په شمول، په کامل توګه په اختیار کی لری. دا ډله ادعا کړی چی د ۱۶۷ ولسوالیو ۴۰ څخه تر ۹۹ سلنه پوری هم تر کنترول لاندی لری. طالبان ویلی دی چی په ۸۹ ولسوالیو کی حضور لری.
د ولایاتو په اړه طالبان خپل ګزارش کی ویلی دی چی د ۳۴ ولایتونو څخه، ۱۶ ولایتونه خپل تصرف کی لری او دهغوی حضور ۱۰ سلنه په میمنه ښار کی، او ترینکوت کی ۹۷ سلنی ته رسیږی.