دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۲
د مطلب کود : 141935
د حقاني شبکې او داعشیانو په ګډون ۵۳ وسله وال د هوایي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي

د حقاني شبکې او داعش وسله والو په ګډون لږ تر لږه ۵۳ تنه وسله وال د هوایي بریدونو په ترڅ کې وژل شوي.

د صدای افغان خبری آژانس، د افغانستان د ملي دفاع وزارت وایي، دهوايي برید په ترڅ کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالۍ کې ۱۹ تنه داعشیان وژل شوي،۴ پټنځایونه ، ۲ تونلونه او د وسلو یوه ځیرمه له منځه وړل شوي دي.

ملي دفاع وزارت زیاتوي، چې د یو بل هوایي برید په ترڅ کې د ننګرهار ولایت په اچین ولسوالی کې لږ تر لږه ۴ تنه د حقاني شبکې وسله وال وژل شوي.

په همدې حال کې ملي دفاع وزارت وایي، د یو هوايي برید په ترڅ کې د تخار ولایت د خواجه بهاوالدین په ولسوالۍ کې ۷ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او ۱۱ تنه ټپیان شوي دي.

د ملي دفاع وزارت په وینا، په شمال فاریاب ولایت کې د پشتون کوټ اړوند سیمه کې لږ تر لږه ۱۰ تنه وسله وال د یوه هوایي برید په ترڅ کې وژل شوي او ۴ نور ټپیان دي.

همداراز ملي دفاع وزارت وایي، دیو هوايي برید په ترڅ کې د کندز ولایت مرکز د ګل تیپې په اړوند سیمه کې ۸ تنه وسله وال ترهګر وژل شوي او د دښمن ۳ پتنځایونه له منځه وړل شوي.

ملي دفاع وزارت وایي، په مرکز میدان وردک ولایت کې هم یو هوایي برید ترسره شوي چې په ترڅ کې د حقانی شبکې ۵ غړي وژل شوي.

د مخالیفو وسله والو ډلو په دې اړه تر اوسه څه نه دي ویلي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipzazwt1a532.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته