دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۷ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۰۰:۴۱
د مطلب کود : 147830
ترامپ د پاکستان وحدت اوتروریزم پای ته رسوی؟

جنرال مکمستر؛ دترامپ ملی امنیت مشاور وایی چی سپین کاخ غواړی د پاکستان په رفتار کی د بدلون شاهد بالخصوص د طالبانو سره ملاتړپه برخه کی دبدلون شاهد وی.

مکمستر د شنبه په ورځ وویل چی که څه هم پاکستان د تروریزم سره مبارزی درانده تلفات لیدلی؛ خو د هغه هیواد چلند انتخابی وو.

هغه وویل چی ترامپ واضح کړی دی چی نور د طالبانو او نورو تروریستی ډلو څخه ملاتړ د زغملو وړ نه دی.

د امریکا خارجه وزارت هم خپل کلنۍ ګزارش کی د تروریزم سره مبارزی په اړه ویلی که څه هم د پاکستان دولت په ۲۰۱۶ کال کی د طالبانو په وړاندی مهم عملیات ترسره کړه؛ خو د توجه وړ اقدام د افغان طالبانو او حقانی ډلی په وړاندی چی په پاکستان کی امن پټنځایونه لری، نه دی ترسره کړی.

جنرال مکمستر اعلان کړ که څه هم ترامپ تراوسه د افغانستان په اړه د واشنګتن جامع استراتژی نه دی اعلان کړی؛ خو د نظامی تګلاری له امله تصمیمونه نیولی دی.

جیمز ماتیس؛ د امریکا دفاع وزیر، په اخیرو کی ویلی چی نوی تګلاره به سیمه ایزه تګلاره وی.

کارپوهان وایی چی که څه هم هغه څه چی د امریکا ملی امنیت مشارو له لوری مطرح سوی دی، د امریکا دولت واقعی او صادقانه چلند باندی په اساس وی، د تروریزم سره مبارزی او تروریزم سره ملاتړ کوونکو رژیمونو سره مبارزی په سیمه کی به وی.

د صاحب نظرانو په باور، ترامپ د خپل حقیقی ارادی د شکاره کولو لپاره باید عملی ګامونه پورته کړی او د اسلام آباد تروریزم څخه ملاتړ سیاست محدوده کړی او دا شکاره کړی چی د تروریزم ملاتړ پاکستان د هغه هیواد په ګاونډیتوب کی چی د هغه په وړاندی امریکا استراتژیک تعهد لری، د تحمل وړ نه دی.

د طالبانو او حقانی ډلو او نورو ډلو څخه د پاکستان ملاتړ قطع کیدل د افغانستان دولت محوری غوښتنو څخه دی؛ خو امریکا سربیره پردی چی په افغانستان کی د امنیتی وضعیت څخه هر اړخیزه خبر لری، هیڅ وخت دا غوښتنی ته اعتنا نه دی کړی او ددی پرځای چی د افغانستان استراتژیک شریک په حیث ددی مقصد تحقق کی مرسته وکړی، ددی پیښی او مسالی څخه په بی تفاوتی تیریږی او دا جدی پوښتنه منځته راوړی دی چی آیا دا پاکستان دی چی د واشنګتن کلیدی متحد په سیمه کی دی که افغانستان؟!

په تیره وختونو کی حتی پاکستان کله چی د واشنګتن سره خپل اړیکه کم کړی او په افغانستان کی د امریکا سره مرسته کی محدودیت کړی، امریکا حاضر نه سو چی پاکستان تر تنبیه لاندی ونیسی او مجازات کړی.

سربیره پردی، هغه وخت چی افغانستان دولت څو ځلی په سازمان ملل کی د پاکستان څخه د راکت غورځونی او داخلی چارو کی غیری قانونی مداخلت او... لپاره شکایت وکړ، امریکا لکه څنګه چی افغانستان دولت ورڅخه هیله درلوده ددولت ددی تصمیم څخه ملاتړ ونه کړ او دا مساله یی د امنیت شورا کی رای ته ورنه کړ.

په دی حساب سره، د عمومی صاحب نظرانو په باور، د امریکا پخوانی دولتونو تګلاره د پاکستان په وړاندی د تروریزم څخه شکاره ملاتړ او... ډیر پوښتنه منځته راوړونکی وی.

په دی حال کی، د ترامپ ملی امنیت مشاور تازه موضع ګیری اعلان سره دا هیله بیا پیدا سوه چی د سپین کاخ دولت، د پاکستان اتحاد او تروریزم ته پای ټکی کیږدی او دا په حاضر حال کی، دا یواځنۍ لاره ده چی امریکا د افغانستان په جنګ کی بریالی کیدلای سی.

په دی سره، تراوسه کوم خاص اتفاق نه دی رامنځته سوی. دا یو ساده موضع ګیری دی چی امکان لری سیاسی او داخلی لګښت انګیزی ولری. امریکایان تردی مخکی هم پاکستان د تروریزم څخه ملاتړ لپاره سرزنش کړی دی؛ خو دا موضع ګیری په عمل کی هیڅ شکارونه د واشنګتن حقیقی سیاستونو کی د اسلام آباد په وړاندی نه دی درلودلی؛ نو ترڅو چی د پاکستان په وړاندی د سپین کاخ رسمی او عملی مشه نه وی بدلون کړی، پاکستان اتحاد او تروریزم به همداسی پاته وی.

https://avapress.com/vdcipyazut1a5v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته