دخپریدو نیټه :جمعه ۲۷ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۲۱:۲۸
د مطلب کود : 148433
په کابل کی د پاکستان استخباراتو سازمان یو برجسته غړۍ ونیول سوی
د افغانستان اسلامی جمهوری دولت ملی امنیت عمومی ریاست اعلان کړ چی د الله نور په نامه کس چی په امان الله د تاج محمد زوی، مستعار مجید د جان محمد زوی د پاکستان هیواد اوسیدونکی او د ISI د پاکستان استخباراتو سازمان غړۍ د کابل ښار څلورم ناحیه اړوند سیمه کی نیول سوی دی.

 

 

 

د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، دا شخص اعتراف کړی دی چی په ۲۰۱۳ کی د ISI غړیتوب ترلاسه کړی او د ISI سازمان ۳۱۴ اداری کی شامل سوی او وروسته د هغه سازمان په ۲۱ اداری کی دنده ترسره کړی دی.

 

د ملی امنیت عمومی ریاست معلوماتو په اساس، دا کس سربیره پردی چی د یادو ادارو غړۍ دی، په افغانستان او ایران او هندوستان کی د پاکستان هیواد اسختباراتی چاری هم ترسره کولی او د طالبانو رهبری سطحی اصلی ملاتړ کوونکی څخه دی.

سرچینه زیاتوی چی نیول سوی کس د طالبانو رهبری شورا غړیو لیږد مسئولیت د پاکستان بیلابیلو برخو څخه و ۳۱۴ او ۲۱ ادارو ته په غاړه درلوده.

هغه په آخری ځل د ISI سازمان د لشکرګاه ښار باندی تهاجمی برید لپاره د طالبانو مشران د هغه سازمان دفتر ته غوښتی دی چی د ملا هبت الله او سراج الدین حقانی په شمول مولوی شیرین د طالبانو استخباراتو مشر، ملا نقیب الله، ملا واحد، مولوی احمد الله د فدائیانو مسئول صدر ابراهیم، ګود عبدالحی عمری، او د ISI له لوری کرنل بلال پنجابی، کرنل ناصر، میجر ذبیح الله په هغه ناسته کی دعوت او د هغه په واسطه د ISI سازمان دفتر ته د کویته ښار ته لیږدول سوی وو.

دا کس زیاته کړی چی د طالبانو مشران د الخیر او سنګین روغتونونو کی په VIP  شکل سره تداوی کیږی او که ډیر حالت یی خراب وی نو د پاکستان اردو ځواکونو مربوطه روغتون یعنی CMH کی چی په کویته ښار کی دی هم تداوی کیږی.

 

https://avapress.com/vdcipvazpt1a552.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته