دخپریدو نیټه :يکشنبه ۹ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۱۳
د مطلب کود : 97843
په اسلام آباد کښې روانو شخړو کښې ۲۷۰ تنه ژوبل شول
د پاکستان تحریک انصاف او عوامي تحریک ګوند په پرلتیو کښې پر ګډونوالو مظاهره چیانو باندې د پولیسو لخوا د اوښلن ګیس د پاشل کیدو او نښتو له امله تر دې دمه د څو پولیسو په شمول ۲۷۰ کسان زخمي شوي دي.
د پاکستان په پلازمینه اسلام آباد کښې د وزیراعظم نوازشریف د ماڼۍ په لور د پاکستان تحریک انصاف او عوامي تحریک ګوند د پلویانو د تګ په وخت پولیسو د هغوي مخه نیولې او ورباندې یې اوښلن ګیس پاشلی دی چې له امله یې د دغو ګوندونو ګڼ شمیر پلویان ژوبل شوي دي. په زخمیانو کښې ښځې او ماشومان هم شامل دي.
د پولیسو ویاند ویلي چې په نښتو کښې تراوسه څوک وژل شوي نه دي. سرچینې وايي په روانو نښتو کښې څه باندې څلویښت پولیس او ۴ د امنیتي ځواکونه ژوبل شوي دي چې د اسلام آباد روغتونونو ته وړل شوي دي. روغتوني سرچینو ویلي چې د دوو زخمیانو حالت ډیر بد دی.
څو تنه مظاهره چیان د پولیسو په لاس نیول شوي هم دي. ویل کیږي چې مظاهره چیانو په سیمه کښې اونو او بوټو ته اور اچولی دی او د تحریک انصاف ګوند پلویانو د پرلتیو په ځاې کښې کرسۍ سوزولې دي.
دا په داسې حال کښې دي چې د تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان ویلي د اوښلن ګیس کارول مونږ نه شي شړلی.
د پاکستان تحریک انصاف ګوند مشر عمران خان وايي چې د روانو حالاتو په وړاندې په ودریږي. هغه زیاته کړه چې اوښلن ګیس مونږ د لږ ساعت لپاره درولی شي خو مونږ له سیمې شړلی نه شي او همدلته به پرلتیو ته دوام ورکړو.
آخوا د عوامي تحریک مشر طاهر القادري هم رسنیو ته ویلي چې د ده پلویانو په امنه او سوله ایزه توګه لاریون کوه خو پولیسو ورباندې ډزې کړي او هغوي یې ځپلي دي.
د قادري په وینا د حکومت لخوا په دغه ظلم سره به د دوي اعتراضي ناسته او لاریون ختم نه شي او همدغه شان به دوام ولري.
په اسلام آباد کښې د پولیسو لخوا د مظاهره چیانو د ځپل کیدو په غبرګون کښې د تحریک انصاف ګوند پلویانو د لاهور په لبرټي مارکیټ کښې په پولیسو کاڼي وورول خو پولیسو هم په ځواب کښې مظاهره چیان په اوښلن ګیس او ډنډو سره وځپل او تیت پرک یې کړل.
یو بل خبر وايي چې قهریدلو مظاهره چیانو د جیو ټي وي چینل دفتر کلابند کړی او په کاڼو یې ویشتی دی.
د عمران خان او طاهر القادري د پلویان د تحرکاتو په غبرګون کښې د پاکستان د کورنیو چارو وزیر چودري نثار علي خان بیګا د اسلام آباد د ریډ زون په کتنه کښې وویل چې مظاهره چیان غواړي پارلیمان او د وزیراعظمۍ ماڼۍ ونیسي خو دا کار د هغوي د ژمنې په خلاف دی.
آخو د پاکستان دفاع وزیر ویلي چې نوازشریف د پاکستان قانوني وزیراعظم دی او د یرغلګرې ډلې غوښتنه په ماتې محکومه ده او د اساسي قانون او جمهوریت سپکاوی دی.
په عین حال کښې د وزیراعظم ویاند وویل: امکان نشته چې نوازشریف استعفا ورکړي.
هغه زیاته کړه چې وزیراعظم په چُټۍ نه دی تللی.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcipva3.t1ay526kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته