دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۴۷
د مطلب کود : 150836
ډنمارک افغانستان ته ۵۵ نور سرتېري استوي

ډنمارک د دوشنبې په ورځ وویل، د امنیتي هلوځلو د ملاتړ لپاره به افغانستان ته ۵۵ نور سرتېري واستوي.

ډنمارک دا اعلان یوه اوونۍ وروسته له دې وکړ چې په افغانستان کې د ډنمارکي ځواکونو پر کاروان موټر بمي برید وشو.

د ډنمارک دفاع وزارت وویل، دا ۵۵ سرتېري به د هغو ۹۷ ډنمارکي پوځیانو ملاتړ وکړي چې له وړاندې څخه په افغانستان کې دي او کابل ښار ته نېږدې د افغان ملي اردو اکاډیمۍ ته د تګ راتګ په لاره کې د سلاکارانو ساتنه کوي.

د ډنمارک د بهرنیو چارو وزیر اندریس سامویلسن «سامو ویل سن» په یوه اعلامیه کې ویلي"که د افغانستان حکومت کنټرول له لاسه ورکړي، افغانستان به یو وار بیا د تروریستي ډلو پر ځالې بدل شي، اروپا او ډنمارک ته به د پناه غوښتونکو سېل رامات شي."

۵۵ ډنمارکي پوځیان به د ۲۰۱۸ په لومړیو کې په کابل کې ځای پر ځای شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcipuazqt1awv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته