دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۳ ثور ۱۳۹۴ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 110939
کوټ ولسوالۍ تريلي سيمه کې د يوې نښتې پرمهال ۵ تنه وسله وال وژل شوي او ۳ تنه ټپيان شوي دي.
کوټ ولسوالۍ تريلي سيمه کې د يوې نښتې پرمهال ۵ تنه وسله وال وژل شوي او ۳ تنه ټپيان شوي دي.
ننګرهار ولايت مقام ته د امنيتي ځواکونو له لوري د ورکړل شويو معلوماتو له مخې نن سهار وختي شاوخوا درې بجې د کوټ ولسوالۍ د تريلي په پوسته وسله والومخالفينو بريد وکړ، چې وروسته نښته رامنځته شوه.
دې نښتې ته د بټي کوټ ولسوال حاجي غالب په مشرۍ د بټي کوټ امنيتي موظفين هم د کوټ تريلي پوستې ته د مرستې لپاره ور ورسيدل.
د نښتې په پایله کې د وسله والو مخالفينو څخه ۵ تنه ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول.
په دې نښته کې د وسله والو مخالفينو څخه ۳ ميله کلاشنکوف، يو ميل راکټ او يو سراچه موټر هم د امنيتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د نښتې په ترڅ کې د تريلي پوستې ۴ تنه سيمه ييز پوليس برسيرن ټپيان شوي.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdcipuaz3t1az32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته