دخپریدو نیټه :جمعه ۲۳ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۸:۳۵
د مطلب کود : 132034
مذهبي وژني د دښمن خطرناکه دسیسه
د محرم الحرام په یوولسمه کابل او بیا بلخ کي د عاشورا پر مراسمو بریدونه وشول چي له امله یې په لسهاوو ملکي وګړي ټپیان او د ژوند له نعمته بې برخي شول، دغه حملې چي هرچا په هر نوم کړي وي د ژور تاثر وړ دي، ځکه ترټولو لوی زیان یې افغان مجاهد ولس ته رسیږي. افغانستان کي شیعه او سني له پیړیو راهیسي ګډ ژوند کوي، یو د بل په غم او خوشحالۍ کي شرکت کوي او آن پر افغانستان د یرغلګرو د تجاوز پر مهال د تاړاکګرو پر ضد سني او شیعه اوږه په اوږه جنګیدلي، حتی همدا اوس چي اهل تشیع ته منسوب تش په نامه جګړه مار مشران د یرغلګرو په چوپړ بوخت دي، په بامیان، دایکنډي او هزاره جاتو کي میشت ولس د مجاهدینو سره د یرغلګرو او د هغوی د ګوډاګي رژیم پر ضد روان جهاد کي همکاري کوي. اشغالګر غواړي چي افغانستان کي د سني او شیعه ترمنځ د نفاق او اختلاف اورونه بل کړي او دوی خپل شوم پلانونه تطبیق کړي، د یرغلګرو له راتګ څخه وړاندي د عاشورا پر مراسمو د بریدونو مثال نه لرو، مګر پر افغانستان د یرغلګرو له تاړاک سره همدا ډول پیښي رامنځته شوې، څو کاله مخکي د ابوالفضل پر زیارت خونړی برید او همدا اوسنۍ حملې د دې ډول پیښو بېلګې دي. چا چي همدا حملې ترسره کړي وي او افغانستان کي د شیعه او سني ترمنځ جګړو ته زمینه سازي کوي، په دې باید پوه شي چي د همدې ډول بریدونو او اختلافونو تر ټولو لویه ګټه د اسلام قسم خوړلو اشغالګرو دښمنانو ته رسیږي او تر ټولو لوی زیان به یې د افغان مجاهد ولس پر اوږو بار وي. د سني او شیعه ترمنځ جنګ جګړو څخه د یرغلګرو موخه دا ده چي سني او شیعه خپلمنځي نښتو کي ښکیل شي او یرغلګر د ګران هیواد په اشغال باندي پرده واچوي، په ډاډه زړه په افغانستان کي خپلې ریښې وغځوي او له افغانستان څخه د سنګر په توګه په سیمه کي خپل جیو ستراتیژیک او جیو پولیټیک اهداف په نښه کړي. د منځني ختیځ اوسنی خونړی او بوږنونکی وضعیت مو په مخ کي پروت دی چي یرغلګرو څه ډول شیعه او سني په اوږدو او خونړیو جګړو کي ښکیل کړل او دوی یې ننداره کوي، افغانان د دښمن همدغي دسیسې ته باید ځېر واوسي او پرینږدي چي دښمن دلته هم د عراق، سوریې او یمن په څېر مذهبي او نژداي جګړې پیل کړي. په اسلامي هیوادونو کي د مذهب، نژاد، ژبي او سمت په نوم ناروا جګړې د دښمن هغه خطرناکه حربه او دسیسه ده چي د اصلي دښمن پر ځای د مسلمانانو بشري او مالي ځواک خپلمنځي نښتو کي له منځه وړي، نو لهذا په افغانستان کي په هیڅ ډول همدارنګه جګړو ته باید اجازه ور نه کړل شي او له ټولو ممکنه لارو څخه یې ضرور باید مخه ونیول شي.
https://avapress.com/vdcipraz5t1apu2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته