دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۱۸
د مطلب کود : 154337
په افغانستان کې د القاعده لوړپوړی ډلمشر په ګډون ۸۰ وسله وال وژل شوي

په افغانستان کې د القاعده ترهګرې شبکې یو لوړپوړی ډلمشر په ګډون لږ تر لږه ۸۰ تنه وسله وال د افغان او امریکایي ځواکونو په عملیاتو کې وژل شوي.

د افغانستان د ملي امنیت ریاست وایي د القاعده ډلمشر عمر خطاب مشهور په عمر منصور د ترهګرو ضد د عملیاتو په لړ کې وژل شوي.

ملي امنیت ریاست زیاتوي، چې د الفاعده شبکې پر وړاندې عملیات په غزني، زابل او پکتیا ولایتونو کې ترسره شوي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د ورته عملیاتو په ترڅ کې ګڼ شمېر القاعده وسله والو د هغوي لوړپوړي ډلمشرانو په ګډون وژل شوي.

د امریکا متحده ایالاتو دفاع وزارت یا پنتاګون د روان کال په مارچ میاشت کې وویل چې د القاعده ترهګرې شبکې یو لوړپوړي قوماندان قاري یاسین د افغانستان په سویل ختیځ پکتیکا ولایت کې وژل شوی.

د پنتاګون له خوا په خپرې شوې خبرپاڼې له مخې، قاري یاسین د مارچ په ۱۹ نیټه کې د یو هوایي برید په پایله کې ووژل شو.

خبرپاڼه زیاتوي، چې قاري یاسین د بلوچستان اصلي اوسېدونکې وه او د لسګونو عام وګړو او د دوه امریکایي سرتیري په وژنو کې لاس درلود.

د پنتاګون په وینا، قاري یاسین په ۲۰۰۸ کال کې په اسلام اباد کې پر ماریوټ هوټل برید او په ۲۰۰۹ کال کې د پاکستان په لاهور ښار کې  پر سری لنکا کرکټ لوبغاړو برید کې هم لاس درلود.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdcip5azyt1awp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته