د امریکا د نیویارک ښار پولیس چارواکي وایي چې د دوشنبې د ورځې د چاودنې په تور یې یو مشکوک کس نیولی دی.
چاودنه د واشنګټن پر وخت سهار شوې ده چې د امریکايي رسنیو په حوال لږ تر لږه څلور کسان پکې ژوبل شوي دي.
پولیس وايي نیول شوی مشکوک هم زخمي دی، هغه د چاونې په ځای کې یوازینی ولاړ کس و چې نیول شوی دی.
سپینه ماڼۍ وایي چې د پیښې په هکله جمهور رئیس ډونالډ ټرمپ ته معلومات ورکړل شویدي.
داسې ویل کیږي چې دغه مشکوک شخص چاودیدونکي مواد په کور کې جوړ کړي و.
پیښه د بسونو او اورګاډي په یو غټ سټیشن کې شویده. پولیسو تر اوسه ندي ویلي چې په چاودنې کې د څه ډول آلې نه کار اخیستل شوی.
پولیبسو د مشکوک شخص هویت هم ندی په ډاګه کړی. د دې برید نه شاوخوا دوه میاشتې وړاندې د ازبکستان یو تبع چې په امریکا کې یې د دایمي اوسیدو قانوني انساد یې درلودل، خلک په موټر ووهل او اته تنه یې ووژل.