دخپریدو نیټه :سه شنبه ۸ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۱۶
د مطلب کود : 139839
ارګ او سپیدار په ټاکنیزو کمیسیونونو کې اوس هم لاسوهنې کوي
که څه هم د ټاکنو خپلواک کمیسیون مسوولینو ژمنه کړې وه، چې د راتلونکیو ټاکنو نېټه به ډېر ژر اعلام کړي؛ خو د ټاکنو څآرونکي بنسټونه وايي، چې ارګ او سپیدار ماڼۍ اوس هم په کمیسیون کې سیاسي لاسوهنې کوي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د افغانستان د شفافو ټاکنو بنسټ ريیس یوسف رشید وایي، د ټاکنو خپلواک کمیسیون تر دې دمه د حکومت د ولسمشرۍ او اجرائیه ریاست له ماموریته وتلی نه دی او حکومت تر اوسه هم ټاکنیزې حوزې وروستۍ کړې نه دي.
ولسمشرۍ مانۍ او اجرائيه ریاست خوښ دي، چې سیاسي هوکړه لیک د پلي کیدو په درشل کې دی او په ټاکنیزو بنسټونو کې اصلاحات راغلي دي.
اجرائیه رییس عبدالله عبدالله وایي، په راروانو ټاکنو کې د تکنالوژۍ د کارولو لپاره بنسټیز ګامونه پورته شوي دي.
د ټاکنو خپلواک کمیسیونونه اوس هم دوه سترې ستونزې لري؛ امنیتي او د بودجې نشتوالی، چې دې کار هم ټاکنې ټکنۍ کړې دي.
د افغانستان د مدني فعالانو ټولنې ريیس جانداد سپین غر وایي، په پاتې موده کې به ناشوني وي، چې مونږ پخپل وخت رڼې ټاکنې تر سره کړو؛ ځکه، چې بشپړوخت ته اړتیا لري. که موخه د سمبولیکو او نمایشي ټاکنو تر سره کول وي دا هم لږ تر لږه ۶ میاشتې وخت غواړي.
تمه وه، چې د ټاکنو خپلواک کمیسیون به د پارلماني او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه د پسرلي له پیل سره سمه اعلان کړي؛ خو دا کار نه دی شوی.
https://avapress.com/vdcip3az3t1apv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته