دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۷ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۱۴
د مطلب کود : 151141
په کندوز او فاریاب کې سره صلیب خپل دفترونه وتړل
په ژنیو کې له مرکزي دفتر سره له ډېرو بحثونو وروسته، آی سي آر سي په افغانستان کې دې پایلې ته رسیدلی، چې خپل حضور او فعالیتونه په ځانګړې توګه د افغانستان په شمال کې ډېر کم کړي.

په افغانستان کې د سره صلیب ادارې په ډاګه کړې، چې په کندوز او فاریاب کې د نا امنیو له کبله خپل دفترونه تړي، خو له افغانستان څخه نه وځي.

د خبر پاڼې له مخې؛ په افغانستان کې د آی سي آر سي د مرکزي نمایندګۍ مشرې اغلې مونیکا زیناریلي ویلي، چې د ۲۰۱۶ له دسمبر راهیسې، د افغانستان په شمال کې پر آی سي آر سي درې ځلې نیغ په نیغه بریدونه شوي دي. اوس دا کمیته د امنیتي حالاتو د ارزونې له مخې په کندوز او فاریاب کې خپل کارونه ځنډوي او همداسي په بلخ ولایت کې خپلې هڅې کموي؛ خو د هېواد په نورو ولایتونو کې به یې فعالیت روان وساتل شي.

هغې زیاته کړې، چې د مزار شریف ارتوپیدي مرکز به خالص وي، چې همکاران یعنې نور سازمانونه یا د افغان چارواکو وړتیاوې وارزول شي، چې مسوولیت په غاړه واخلي او د هغه مرکز چارې پر مخ یوسي.

دهغې په وینا؛ وروسته له ۳۰ کلونو دوامداره شتون، مونږ خپل شتون او هڅې کموو؛ خو باید په واضحه توګه ووایم، چې مونږ افغانستان نه پریږدو. هڅه کوو، چې زمونږ کارکوونکي له لږ خطر سره مخ شي او په ښه شوني توګه د جګړې له قربانیانو سره مرسته وکړو.

باید وویل شي، چې د ۲۰۱۶ په ډسمبر کې، د آی سي آر سي یو کارکونکی په کندوز کې وتښتول شو او څلور اوونۍ وروسته خوشې شو. وروسته لدې پېښې، شپږ نور کارکونکي یې په جوزجان کې په بیرحمۍ ووژل شول او دوه نور وتښتول شول. له اووه میاشتو وروسته، د سپتمبر په ۵ مه هغوی خوشې شول. شپږ ورځې وروسته له هغې یوه فزیوتراپسته د مزار شریف په ارتوپیدي مرکز کې د یوه ناروغ لخوا ووژل شوه

سره صلیب له پورتنیو دوه پېښو وروسته په ټول افغانستان کې خپل کارونه محدود کړي دي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5zazzt1awz2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته