دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۷ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۰
د مطلب کود : 141746
بهرنیو چارو وزارت حبیبي او شهیم یې د سفیرانو په توګه وړاندیز کړي
یوې سرچینې ویلی د بهرنیو چارو وزارت د ملي دفاع وزارت پخوانی وزیر عبدالله حبیبي یې په اردون او پخوانی لوی درستیز قدم شاه شهیم یې په قزاقستان کې د سفیرانو په توګه وړاندیز کړي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، د ملي دفاع وزارت دغه دوه پخواني لوړپوړي چارواکي په ۲۰۹ شاهین قول اردو له برید څخه وروسته او د هغوی پر کمزوتیاو له سختې نیوکې وروسته استعفا وکړه.
د ملي دفاع پخوانی وزیر او پخوانی لوی درستیز د دوشنبې په ورځ هغه مهال له خپلو دندو ګوښه شول چې پر ۲۰۹ شاهین قول اردو د طالبانو د مرګوني برید د مخنیوي په کار کې د ناتوانۍ له امله له سختو نیوکو سره مخامخ شول، د ملي دفاع وزارت دغه چارواکي پر ۴۰۰ بستریز روغتون له برید وروسته هم له دغه راز نیوکو سره مخامخ شوي وو.
اوس ځینې سرچینې وايي چې عبدالله حبیبي او قدم شاه شهیم په اردن او قزاقستان کې د افغانستان د سفیرانو په توګه وړاندیز شوي دي.
د ولسي جرګې غړي صادقي زاده نیلي په دې اړه وویل:«د دې تمه کېده کله چې دوی له دندو څخه استعفا ورکړه باید عدلي او قضايي محکمې ته سپارل شوي وای او تر پلټنو لاندې نیول شوي وای نن د خلکو استازي هم یوځل بیا پر حکومت غږ کوي چې دوی باید تر پلټنې د لاندې ونیول شي.»
پخوانی ډیپلوماټ احمد سعیدي وویل:«د دې مانا ورکوي چې باید د افغانستان د خلکو په حق کې جفا وکړي خیانت یې وکړ او د خیانت په بدل کې امتیاز یې واخیست او له دې وروسته هرڅوک غواړي جفا وکړي ترڅو استراحت وکړي او د خپلې جفا په بدل کې ډېره ګټه وکړي.»
د پوځي قوانینو له مخې کله چې امنیتي ځواکونه او چارواکي په خپلو مسؤولیتونو کې ناغېړي وکړي او یا ناتواني وښيي سزا ورکول کېږي.
خو داسې باور کېږي چې حکومت په ډېریو حالاتو کې کسان د سزا پر ځای ستایي.
د افغانستان د مدني ټولنې د ټولګې رییس عزیز رفیعي په ډاګه کړه:«د افغانستان خلک به هېڅکله باور ونه کړي چې دغه دولت به خلکو او د شهیدانو وینې ته یو ریښتنۍ ځواب ورکوونکی دولت وي.»
د ولسمشر لخوا د سفیر په توګه په ناتوانه مدیریت او نورو مسئلو د تورنو چارواکو ګمارل نوې خبره نه ده، له دې مخکې ولسمشر څو د بحث وړ او ناتوانه کسان په لوېدیځو هېوادونو کې د سفیرانو په توګه ګمارلي دي.
https://avapress.com/vdci5zazqt1a5y2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته