دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۴ عقرب ۱۳۹۲ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 78114
کندهار والی پوهاند ډاکټر توريالي ويسا دتخته پل ولسوالۍ څخه ليدنه وکړه
د کندهار ولایت والی داکتر توریالی ویسا پړون د ددې ولایت د تخته پل ولسوالی څخه لیدنه وکړه.
د افغان غږ آژانس د رپوت له مخې، دنوموړي سره دسفر پرمهال دکندهار والي سره دسکتوري رياستونو مسئولينو هم ملتيا کول او هلته يې دقومي مشرانو او اوسيدونکو ستونزي له نږدې واورېدلې او دحل په برخه کي يې ور ته ډاډ ور کړي.
دتخته پل ولسوالۍ قومي مشرانو کندهار والي پوهاند ډاکټر توريالي ويسا ته خپلي ستونزي بيان کړې او دحل به برخه کي يې ورڅخه دمرستي هيله وکړه يادو قومي مشرانو وويل، چي په ولسوالۍ کي يې ليسه نسته او په ځينو کلو کي کوچنيان ښونځي ته لاس رسی نه لري او ددې تر څنګ يې په دې ولسوالۍ کي ديوه مجهز روغتون دجوړېدو غوښتنه هم وکړه.
دوئ وويل، چي دمځکو دخړوبولو لپاره ويالي هم نه لري، ترڅو کرهڼه يې پياوړې او اقتصاد يې قوي سي.
دسيمي اوسيدونکو په خپله ولسوالۍ کي دنوم ليکني روانه پروسه هم ټکنۍ وبلل او غوښتنه يې وکړه، چي په ډيرو کلیو او ليري سيمو کي يې اوس هم زيات خلګ درايو دکارتونو څخه بې برخي دي.
دوئ وويل، چي ددې ولسوالۍ خلګ ددولت سره همکاره دي او هيڅ کوم چاته به اجازه ور نه کړي، چي ددوئ په سيمه کي تخريبي کړني تر سره کړي.
دغه راز دنوموړي ولسوالۍ ولسوال محمود اڅګزي هم دنوموړو قومي مشرانوستونزي پرځاي وبللې او په ياده ولسوالۍ کي يې دملي پوليسو دکم تشکيل او سيمه ييزو پوليسو دزده کړي يادونه هم وکړه او په دې برخه کي يې دکندهار والي څخه دمرستي هيله وکړه.
په دې ليدنه کي دخلګو دستونزو تر اورېدو وروسته کندهار والي هغوی ته دحل په برخه کي پوره ډاډ ورکړ او وويل ، چي ولايت مقام به هڅه وکړي، تر څو په دې ولسولالۍ کي پرمختيايې او رغنيزي چاري کړندۍ او چټکي کړي هغه دکليواو پراختيا رياست او نورو رياستونو مئولينوته هم سپارښتنه وکړه، تر څو دنوموړي ولسوالۍ ستونزي جدي ونيسي او دحل په برخه کي يې کوټلي ګامونه پورته کړي.
والی دامنيت په تامين کي هم ديادو قومي مشرانو څخه ځانګړې مننه وکړه او دبشپړي همکارۍ او مرستي ډاډ يې ورکړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5zay.t1avz26kct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته