دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳۰ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۰۷
د مطلب کود : 150241
د طالبانو په ملاتړ او داعش پر ضد د ځینو هېوادونو مداخلې په اړه د عبدالله اندیښنې

د ملي یووالي حکومت اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله د طالبانو په ملاتړ او د داعش پر ضد د ځینو هېوادونو د مداخلې په اړه د حکومت اندیښنې څرګنده کړه.

ښاغلي عبدالله نن په کابل کې د سولې نړیواله ورځ په مناسبت کې په جوړه شوې غونډه کې د وینا پر مهال وویل، چې د داعش پر ضد له نورو ترهګرو او د دولت ضد وسله وال ډلو څخه ملاتړ د حل لاره نه ده.

هغه د افغانستان پر ګاونډیانو غږ چې د جګړې شرایط له رامنځته کولو څخه ډډه وکړي.

نوموړی د خپل وینا پر مهال له کوم مشخص هېواد څخه یادونه و نه کړه خو له دې وړاندې داسې راپورونه ترلاسه شوي چې ګواکې روسیه او ایران په افغانستان کې له ځینو وسله والو ډلو څخه ملاتړ کوي.

په افغانستان کې د ناټو ځواکونو د قاطع ملاتړ مأموریت عمومي قوماندان جنرال جان نېکلسن د فبرورې په میاشت د امریکا سنا د پوځي خدماتو کمېټې ته د وینا پر مهال په افغانستان کې د بهرنیو لوبغاړو د مداخلې په اندیښنې څرګنده کړه چې د هغه په وینا په کې پاکستان، ایران او روسیه شامل دي.

خو روسي چارواکي ویلي وو چې مسکو له طالبانو سره د سولې بهیر په اړه تماسونه نیولی دی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5uazzt1awr2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته