د افغان غږ(
افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی،
د غزني امنیه قومندان ، جنرال امینالله امرخېل وایې چې د هېواد هوایي ځواکونو په برید کې تېر مازدیګر(شنبې د وري۱۹مه) د مولوي رشید او ملا محمدګل وژل شوي دي.
ښاغلی امرخېل زیاتوي چې برید د غزني ولایت په ګېرو ولسوالي شوی دی.
د نوموړي په خبره، په دې برید کې د حقاني ډلې له وسلو ډک یو موټر هم له منځه تللی دی.