دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۴ جدی ۱۳۹۶ ساعت ۱۳:۴۶
د مطلب کود : 156344
په هرات کې د زعفرانو د پروسس ۶ مرکزونه معیاري شول

په هرات کې د زعفرانو د پروسس شپږ مرکزونه په معیاري تجهیزاتو سبمال شول.

د دغه ولایت د کرنې او مالدارۍ رئیس عبدالصبور رحماني ته وویل، د دغو مرکزونو د تجهیزاتو ارزښت څلورنیم میلیونه افغانۍ دی چې لګښت یې د کرنې او مالدارۍ وزارت له خوا ورکړل شوی دی.

ښاغلی رحماني وايي، د هرات زعفران به تر دې وروسته د لابراتوارونو او معیاري تجهیزات په درلودلو سره، په نړیوالو معیارونو برابر بهرنیو بازارونو ته ولېږل شي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci5qaz5t1awp2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته