دخپریدو نیټه :دوشنبه ۸ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۸:۵۳
د مطلب کود : 143843
سنګين ولسوالۍ ۱۳ وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله واوښته
د هلمند ولایت چارواکی وایی، تېره ورځ وسله والو طالبانو د سنګين ولسوالۍ پر يو شمېر امنيتي پوستو ډله ييز بريدونه وکړل، چې د افغان ځواکونو له کلک غبرګون سره مخ شول او د نښتې په ترڅ کې ۷ وسله وال مخالفين ووژل شول او شپږ تنه نور يې ټپيان شوي دي.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبر له مخی، د هلمند ولايت مطبوعاتي دفترنه خبر شوی خبر پانه کي راغلی، په دې نښته کې د وسله والو مخالفينو بريدونه پر شاه وتمبول شول او پر مرګ ژوبلې سربېره يې ګڼې وسلې او مهمات هم د افغان ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
سرچینوزیاتیوی، د يوه بل خبر له مخې تېره شپه کمانډو ځواکونو د ګرمسېر ولسوالۍ دروېشان سيمه کې ځانګړي عمليات ترسره کړي دي، چې په ترڅ کې يې يو عراده ډاټسن موټر، يو عراده موټرسايکل، شل کړۍ د پرسونل ضد ماينونه، لس عدده د کلاشينکوف شاجرونه، ۸۰ جوړې برقي تغذيه چې په ماينونو کې ترې کار اخېستل کېږي او ګڼ شمېر نور مهمات د کمانډو ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
خو تروسه وسله والو طالبانو په دی اړه رسنیو ټه څه نه دی ویلی.
https://avapress.com/vdci5pazpt1a5v2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته