دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۸ اسد ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۳۹
د مطلب کود : 114944
راپورونه وایې، د هلمند نوزاد ولسوالۍ د طالبانو لاس ته سقوط کړی
راپورونه وایې، د هلمند نوزاد ولسوالۍ د طالبانو لاس ته سقوط کړی دی.

یو شمېر مسوولینو د نوم د نه ښودلو په شرط ازادي راډيو ته ویلي چې د نوزاد ولسوالۍ پرون په بشپړه توګه سقوط وکړ، خو په رسمي توګه د هلمند سیمه ییزو امنیتي چارواکو نه دا خبر تایید او نه یې هم رد کړی دی.

په ورته وخت کې د هلمند د امنیه قومندانۍ ځينو سرچینو ازادي راډيو ته وویل چې د دغې ولسوالۍ د نیولو لپاره عملیات پيل شوي دي.

طالبانو همدغه ولسوالۍ د نیولو او هلته یو شمېر افغان سرتیرو ته د مرګ ژوبلې ادعا کړې ده.
سرچينه : د صدای افغان افغان خبری آژانس
https://avapress.com/vdci55az5t1az32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته