دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۵ قوس ۱۳۹۴ ساعت ۱۴:۱۳
د مطلب کود : 119949
بلخي: د افغان کډوالو پر بحران نور بحث ته اړتيا ده
افغان ولسمشر څلورو اروپايي هېوادونو ته په خپل وروستي سفر کې د نورو موضوعاتو تر څنګ د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو پر بحران هم خبرې وکړې.

په دې وروستيو کې اروپا ته د زيات شمېر پناه غوښتونکو تګ-- په يوه بحران بدل شوى دى.

د افغانستان حکومت وايي، اروپايي هېوادونو ته په غيرقانوني لارو د افغانانو د تګ پر مسئله په کار ده له ځينو اروپايي هېوادونو سره مذاکرې وشي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وويل چې افغانستان له ځينو هېوادونو سره تفاهم ليکونه لري او له پاتې هغو سره نورو مذاکرو او تفاهم ته اړتيا ده.

سيد حسين عالمي بلخي پرون د ازادي راډيو تر شنه اسمان لاندې پروګرام کې وويل چې ولسمشر محمد اشرف غني هم اروپا ته په خپل وروستي سفر کې په دې اړه ځينې بحثونه کړي:

”ولسمشر اروپا ته په خپل وروستي سفر کې د کډوالو پر مسئله ځينې کُلي خبرې درلودې. دېته اړتيا ده چې د افغانستان او هغو هېوادونو ترمنځ چې زموږ کډوال ورځي يو تفاهم رامنځته شي. هغه هېوادونه هم ځينې ستونزې لري، په افغانستان کې هم ځينې عيني ستونزې شته، دغه مسايل بايد په پام کې ونيول شي. له ځينو هېوادونو سره تفاهم ليکونه لرو، بايد د هغو له مخې چلند وشي، له هغو هېوادونو سره چې تفاهم ليکونه نه لرو، بايد مذاکرې وشي.“

ولسمشر محمد اشرف غني تېره اوونۍ د يوه دولتي هيئت په مشرۍ په شپږ-ورځني سفر فرانسې، ايټاليا، جرمني او سويډن ته تللى و، د دغو هېوادونو له مشرانو سره يې د نورو مسايلو تر څنګ د افغان کډوالو او پناه غوښتونکو پر بحران هم خبرې وکړې.

په وروستيو کې اروپا ته د پناه غوښتونکو تګ زيات شوى دى. ډېرى دغه کډوال د ناامنو هېوادونو لکه افغانستان، سوريې، عراق او نورو دي.

د روان ميلادي کال له پيله اروپا ته د رسېدلو پناه غوښتونکو شمېر تر نهو لکو اوښتى دى.

افغان حکومت وايي روان کال څه باندې يونيم لک افغان ځوانان په غيرقانوني لارو اروپا ته تللي، چې په دې شمېر کې ځينې يې زنداني شوي، يا هم د لارې په اوږدو کې مړه شوي دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزير وايي ناامني، بېکاري او غيريقيني حالت هغه مسايل دي چې له افغانستانه يې د ځوانانو مهاجرت زيات کړى دى.

په کابل کې د جرمني سفارت، افغان حکومت او يوشمېر نورو بنسټونو کمپاينونه پيل کړي، چې ځوانان هڅوي اروپا ته لاړ نه شي.

افغان دولت وايي په وروستيو مياشتو کې شا و خوا درې لکه افغانان خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci53az3t1az32.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته