دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۶:۴۶
د مطلب کود : 141692
تازه فارغ سوی ځواکونه:

موږ خپل همسنګرانو بدله اخلو

موږ خپل همسنګرانو بدله اخلو
د بلخ ولایت د ملی اردو ځینی ځواکونه چی د یو زده کړیز دوری څخه فارغ سوله، د شاهین ۲۰۹ قول اردو باندی دشمنانو برید تقبیح او وعده ورکړه چی د همسنګرانو د وینه بدله به د دولت مسلح مخالفانو څخه واخلی.
د افغان غږ خبری آژانس د خبر له مخی، د بلخ په ولایت کی ۱۱۶۰ تنه اردو ملی سرتیری چی د شاهین ۲۰۹ قول اردو یو زده کړیز دوری څخه فارغ سوله. هغوی پر ۲۰۹ شاهین قول اردو باندی برید محکوم کړ او ټینګار یی وکړ چی د همسنګرانو د وینی بدله به د دولت مسلح مخالفانو څخه به واخلی.
دا سرتیری همدارنګه مخالفینو ته هشدار ورکوی چی هغوی لوی نظامی مرال څخه برخمن دی او که هر څنګه کیږی د دشمن بریدونو مخه به نیسی.
د جمعی ورځی برید د شاهین ۲۰۹ قول اردو باندی په داسی حال کی رامنځته سو چی ۱۰ مخالفین د ملی اردو د څیړنی دریدو ځای څخه تیر سوی او ځان مسجد او د خوړو ځای ته چی دا ځواکونه پکښی وو، رسولی او د ۲۰۰ تنو څخه ډیر شهید او ډیر کسان هم ټپیان کړ.
په همدی حال کی ښاغلی کتوازی قبلوی چی په دی برید کی د ځواکونو له خوا بی توجهی صورت نیولی دی. خو وایی: د هغه ماموریت په دوران کی، د شاهین ۲۰۹ قول اردو او نور امنیتی ځواکونه په شمالی زون او شمال ختیځ کی توانیدلی دی ډیر زیان و دشمنانو ته ورسوی.
ښاغلی کتوازی تصریح کړ: همدا اوس د هیواد په شمال او شمال ختیځ په بیلا بیلو سیمو کی پراخ عملیاتونه روان دی.
په داسی حال کی چی د شاهین ۲۰۹ قول اردو باندی برید ډیر تلفات و قول اردو څواکونو ته اړولی دی خو بیا هم سرتیری او ملی اردو ځواکونه د لاسه تللو کسانو کورنیو ته باور ورکوی چی هغوی په هر ډول په دی لټه کی دی چی د خپل همسنګرانو د وینه بدله واخلی.
https://avapress.com/vdci3zazrt1a5q2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته