دخپریدو نیټه :سه شنبه ۵ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۰۳:۳۶
د مطلب کود : 141593
په هلمند کې د ولسمشر عملیاتي استازي له دندې استعفا وکړه
په هلمند کې د افغان ځواکونو د همغږۍ ادارې مشر او د ولسمشر عملیاتي استازي عبدالجبار قهرمان له خپلې دندې څخه استعفا ورکړې ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، عبدالجبار قهرمان په دوه زره شپاړسم کال کې هغه مهال هلمند ولایت ته ولیږل شو، چې د مرکز لښکرګاه د سقوط له کبله اندېښنې زیاتې شوې وي؛ خو دغه پخوانی جنرال، چې دوه میاشتې کیږي له هلمند څخه کابل ته راستون شوی؛ رسنیو ته وایي، چې ولسمشر یې د هلمند په دفاعي او امنیتی ادارو کې د اصلاحاتو وړاندیزونو ته “مثبت ځواب” نه دی ورکړی.
قهرمان زیاتوي استعفا يې حکومت ته ورکړې او ولسمشر ته یي ویلي، چې په دغه ډول خپلې دندې ته دوام نشي ورکولی.
قهرمان دا هم په ډاګه کړې، چې تردې دمه یې استعفا منل شوې نه ده.
https://avapress.com/vdci3zazpt1a5w2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته