دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۱۳ حوت ۱۳۹۳ ساعت ۱۳:۴۴
د مطلب کود : 107898
د بي بي فاطمه زهرا(س) د شهادت د کلیزې تسلیت وړاندې کوو
لکه څنګه چې خبر یې نن چارشنبه د ۱۴۳۶ هجري قمري کال د جمادی الاول یا دریمې خور دیارلسمه نیټه ده چې د یو روایت له مخې د اسلام د ګران قدره پیغمبر حضرت محمد مصطفی(ص) د قدرمنې لور بي بي فاطمه زهرا(س) د شهادت له کلیزې سره برابره ده.
له ننه ۱۴۲۵ کاله مخکښې یعنې د یولسم هجري سپوږمیز کال د همدې میاشتې په دیارلسمه ورځ د یو روایت له مخې د پيغمبراکرم(ص) ګرانه لور او د امام علي ابن ابیطالب علیه السلام میرمن حضرت فاطمه زهرا(س) له یو لنډ خو له سترو اخلاقي او معنوي درسونو له یو ډک ژوند وروسته شهیده شوه.
دا قدرمنې بي بي د اسلام د ابتدايي دوران په ډول ډول او له لوړو ژورو په ډکو ډګرونو کښې دخدای د ګران رسول (ص) او امام علي علیه السلام ملګرې وه او د امام حسن او امام حسین علیهم السلام په شان زامن یې وروزل چې د پیغمبراکرم(ص) په وینا، د جنت د ځوانان سرداران دي.
د فاطمې بي بي ایمان، پاکي، صداقت، پوهه او علم د نړۍ د ښځو لپاره بهترین سیمبول او مثال دی او د دغې بزرګوارې میرمنې قدرمن پلار یعنې رسول ا...(ص) هغه د نړۍ د ښځو سروره او سرداره بللې ده.
مونږ د تهران راډیو لخوا خپلو ټولو اوریدونکو او د پیغمبر اکرم(ص) د کورنۍ مینه والو ته په دې مناسبت تسلیت او تعزیت وایو.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdci3yazvt1auv2.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته