دخپریدو نیټه :يکشنبه ۲۹ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۵۷
د مطلب کود : 148497
ملګري ملتونه افغانستان کې په روغتیايي مرکزونو برید ډیر زیات شوي

د اګست ۱۹ مه د بشرپالنې نړیواله ورځ ده. دا ورځ له تیرو پنځلس کالو راهیسې د ملګروملتونو له خوا د افغانستان په ګډون د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې لمانځل کیږي. د بشرپالنې ورځ په داسې حال کې لماڼځل کیږي چې په افغانستان کې د بل هر وخت پرتله د مرستې رسونې کارکوونکي د سختو امنیتي ستونزو سره مخ دي.

د ملګري ملتونو د بشري مرستو اداره اوچا وایي چې د روان عیسوي کال په اوږدو کې په افغانستان کې د مرستې رسونې دولس کارکوونکي وژل شوي او په همدومره شمیرنور ټپیان شوي دي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د انسجام او هماهنګۍ د دفتر مرستیال ریک پیپرکون، امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل، چې په وروستیو میاشتو کې افغانستان کې د مرستې رسونې او په ځانګړي ډول د روغتیایي خدمتونو په کارکوونکو باندې بریدونه زیات شوي دي.

ښاغلي پیپرکون وویل " هغه څه چې تاسو یې په افغانستان کې وینئ په اوسط ډول په هره میاشت کې له دولسو زیات بریدونه د روغتیایي خدمتونو په مرکزونو ترسره کیږي، یوازې سږکال د جنورۍ څخه د جولای تر میاشتې د مرستې رسونې په کارکوونکو او د مرستې رسونې په مرکزونو ۲۰۶ بریدونه شوي، چې یوازې اتیا یې پر روغتیایي مرکزونه شوي دي".

د ملګروملتونو د بشري مرستو دغه لوړپوړی مامور وايي، یوازې دا نه ده، کله کله روغتیايی درمل لټول کیږي او امبولانسونه له کاره غورځول کیږي، چې له امله هغه خلک چې دغسې مرستو ته سخته اړتیا لري، له دغو مرستو محرومیږي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د بشري مرستو د انسجام او هماهنګۍ د دفتر مرستیال، په روانه میاشت کې د غور په ولایت کې د یوې بهرنۍ مرستې رسونې موسسې د دریو افغان کارکوونکو وژل کیدو او دوو نورو ټپي کیدو ته اشاره وکړه او ویې ویل چې د بشرپالنې د نړیوالو قوانیو له مخې وسله ډلو ته په کار دي، چې د ملکي وګړو د خوندیتوب لپاره لازم اقدامات ترسره کړي.

ښاغلي پیپرکون وویل " دوی باید پرروغتونونو او ښوونځیو د بریدونو ډډه وکړي او د مرستې رسونې کارکوونکو د مرستو رسونې بهیر خوندیتوب په اړه ډاډ ورکړي ".

هغه په افغانستان کې په جګړه کې د ښکیلو خواو څخه وغوښتل چې د نړیوالو بشري قوانینو د رعایتولو په برخه کې مسولیت ادا کړي، ملکي وګړو ژوند او د هغو ادارو چې د هغوې لپاره کارکوي خوندي کړي، مرستې رسونې کارکونو ژوند خوندیتوب په اړه هڅې وکړي، ښوونځي او روغتیایي مرکزونو باندې بریدونو څخه ډډه وکړي او ترټولو مهمه دا چې اړو کلیوالو ته د مرستې د رسیدلو امکانات برابر کړي.

ډبلیو ایف پي په ۳۴ ولایتونو کې حضور لري

د ملګرو ملتونو د خوراک نړیواله اداره هم وایي چې په افغانستان کې د ناامنۍ په پراخیدو د مرستې رسونې چارې د ستونزو سره مخ شوي دي.

خو په افغانستان کې د خوراک د نړیوالې ادارې ډبلیوایف پي ویاند وحیدالله اماني امریکا غږ اشنا راډیو سره په مرکه کې وویل چې ناامنۍ د ستونزو سره سره د ملګرو ملتونو دا اداره هڅه کوي چې د افغانستان په ۳۴ ولایتونو کې مرستو ته اړو خلکو ته مرستې ورسوي.

ښاغلي اماني وویل " د جګړو پراختیا نه یوازې د ډبلیو ایف پي لپاره فکر کوم د ټولو بشري ادارو لپاره چې په افغانستان کې کار کوي د ټولو لپاره یو ډول اندیښنې راولاړي کړي دي. کله کله د جګړو اغیزې زمونږ پرتله پر هغو کسانو زیاتې وي چې خوار دي او مرستو ته اړتیا لري، د دې لپاره چې د جنګ له امله ځیني لارې بندیږي او مونږ هغوی ته پر وخت مرستې نه شو رسولی".

د ډبلیو ایف پي، دغه چارواکی وایي چې د ملګرو ملتونو د خوراک نړیواله اداره د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې کارکوي او دښاغلي اماني پر وینا افغانان د دغې ادارې د فعایتونو خبر دي چې د همدې له امله دوی په ۳۴ ولایتونو کې فعالیت کوي.

ښاغلی اماني وايی چې ډبیلیو ایف پي هیڅکله وسله والو خپل هدف نه دی ګرځولی.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdci3vazyt1a552.k6ct.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته