د هلمند ولایت چارواکو ویلي، چې د لښکرګاه ښار د درېیمې امنیتي حوزې د بولان په سیمه کې پر یوې سرحدي پوستې ځانمرګی برید رامنځته شوی دی.
د هلمند والي ویاند عمر ځواک زیاتوي، نن ماښام ۶ بجې یو ځانمرګي بریدکوونکي خپل موتر بم د سرحدي پولیسو پر پوسته چولی دی.
د هغه د څرګندونو له مخې تر دې دمه د پېښې له ځایه ۳۱ ټپیان د لښکرګاه روغتون ته لیږدول شوي او دوه کسه وژل شوی دی.
د هغه په وینا؛ په ټپانو کې ۱۱ امنیتي سرتېري دي او شل نور ملکي وګړي دي.
دغه را د په وژل شویو کې یو ملکي او بل پولیس دی.
نوموړي ویلي، چې ډېري ټپیان ملکي وګړي دي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)