دخپریدو نیټه :شنبه ۱۶ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۰۷
د مطلب کود : 142311
د حکمتیار د کور په څو قدمي کې د هغه پر ضد لاریون وشو
د کابل په غازي لوبغالي کې د ګلبدین حکمتیار له وینا وروسته سلګونه کسانو د حکمتیار د کور په څو قدمي کې د هغه پر ضد لاریون وکړ.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبرله مخی، لاریونکوونکي حکمتیار جنګي جنایت کار او د خلکو وژونکی بولي او د هغه د محاکمې غوښتنه لري.
دوی د کابل ښار د اویایمې لسیزې د کورنۍ جګړې د قربانیانو عکسونه له ځان سره لیږدوي، چې په کې د میرویس جلیل، قهار عاصي او نورو قربانیانو عکسونه هم لیدل کیږي.
د اعتراض کوونکیو غږ د حکمتیار ساتونکي اړ کړل، چې سړک ته را ووځي.
د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار وایي، چې دولت اوس په دې موقیف کې نه دی، چې جنګي جنایت کاران محاکمه کړي.
له دوه لسیزو وروسته ګلبدین حکمتیار د لسګونه موټرو پر ملتیا د پنجشبې په ورځ کابل ته راغی، چې په ولسمشرۍ ماڼۍ کې ورته د هرکلي مراسم جوړ شول.
کابل ښاریان بیا د حکمتیار د موترو په کاروان کې له هغو وسلوالو اندېښنه لري، چې پر سپکو او درندو وسلو سمبال ښار ته را ننوتل.
https://avapress.com/vdchzinzz23nkxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته