دخپریدو نیټه :شنبه ۴ سنبله ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۱۶
د مطلب کود : 148810
د بشري حقونو کمیسیون پر امام زمان جومات وسلوال برید ستر جنایت بولي

د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون په یوه خبرپاڼه کې د امام زمان جومات پر لمونځ کوونکیو وسلوال برید، چې په کې ۴۰ کسه وژل شوي او له ۹۰ ډېر ټپیان دي ستر جنایت بولي او دغه کار سخت غندي.

دغه کمیسیون پر مقدسو ځایونو دغه راز بریدونو اندېښمن کړی او څرګندوي، چې دغه عمل نه انساني دي او نه قانوني او د اسلام د مقدس دین له ټولو ارشاداتو سره په ټکر کې دی.

په خبرپاڼه کې راغلي؛ د افغانستان د بشري حقونو کمیسیون له وسلوالو مخالفینو غواړي، چې پر مقدسو ځانونو دې بریدونه نه کوي، نړیوال او ملي قونانین دې په هراړخیزه توګه رعایت کړي.

دغه راز دغه کمیسیون د افغانستان له دولت، عدلي او قضایي، امنیتي، دفاعي او کشفي ارګانونو غواړي، چې د دغې پېښې عاملین ونیسي او د خلکو هر اړخیز ځاني او مالي امنیت دې خوندي کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchz6nzv23nk6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته