د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهارپه ناټو سازمان کې د متحدو ځواکونو قوماندان جنرال سلواتور فرینا، د ناټو د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان جنرال نیکولسن او یو شمېر نورو مسوولینو سره وکتل.
په دې کتنه کې چې په ارګ کې ترسره شوه، د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو سره د غوڅ ملاتړ ماموریت د همکارۍ، امنیتي اوضاح او د افغانستان د څلورکلن امنیتي پلان په اړه بحث وشو.
جمهور رئیس د تخنیکي، مشورې ورکولو او روزنې په برخوکې د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د ناټو د ملاتړ او همکارۍ مننه وکړه.
د دې کتنې په پای کې د غوڅ ملاتړ ځواکونو قوماندان او د هغه بنسټ ټولو مسوولینو له افغانستان سره په دوامداره همکاریو ټینګار وکړ.
ارگ ریاست جمهوری