دخپریدو نیټه :دوشنبه ۱۹ سرطان ۱۳۹۱ ساعت ۱۷:۱۲
د مطلب کود : 44831
طالب وسله والو د کندهار ولایت پر امنیه قومندانۍ وسله وال برید کړی
وسله وال طالبان د یوه ښونځي بام ته ختلي او له هغه ځایه په امنیې قومندانۍ د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.
د کندهار سیمه ییز چارواکي وایي، چې وسله والو طالبانو د دغه ولایت په امنیې قومندانۍ باندې برید کړی؛ چې تر اوسه هم دوام لري.

د دغه ولایت د والي ویاند جاوید فیصل ازادي راډیو ته وویل؛ چې وسله وال طالبان د یوه ښونځي بام ته ختلي او له هغه ځایه په امنیې قومندانۍ د سپکو او درنو وسلو ډزې کوي.

فیصل زیاته کړه، چې د حمله کوونکو کره شمیر نه دی معلوم او د مرګ ژوبلې په اړه هم معلومات نه لري.

بل لورته نن ماسپښین مهال د دغه ولایت په څلورمه امنیتي حوزه کې یوه ځان وژونکې حمله وشوه؛ چې درې ځان وژونکي او دوه ماشومان یې ووژل او شپږ ملکیان یې ټپيان کړل.
سرچينه : افغان غږ آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchz6nk.23nkxdjyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته