دخپریدو نیټه :سه شنبه ۲۸ جدی ۱۳۹۵ ساعت ۰۷:۵۳
د مطلب کود : 136714
د افغان جګړې د تمويل سرچينې دې وموندل شي
د اجرايه رييس لومړي مرستیال محمدخان په نړیوالو غږ وکړ چې د افغانستان د جګړې ريښې پیدا کړي. محمدخان وايي که د جنګ د تمویل سرچینې ونه موندل شي د افغانستان په کلیو کې د ترهګرۍ په خلاف روانه جګړه به کوم ځای ونه نیسي.
د افغان غږ خبری آژانس آژانس د خبرګزاری له مخی : محمدخان ویلي چې یو شمېر هېوادونه او کړۍ د افغانستان د اشغال هڅه کوي. د کورنیو چارو وزیر وايي چې د جګړې کرښې یو څه ارامه شوې او وسله والو مخالفینو په ښارونو کې په چاودنو او ځانمرګو بریدونو تمرکز کړی دی.

د شاوخوا ۵سوو سرتېرو فراغت په مراسمو کې چارواکي وايي چې نړیوال باید د جګړې اصلي جرړې ومومي. د اجرايه ریاست مرستیال وايي که د جګړې د تمویل سرچینې وچې نه شي، د افغانستان په کلیو کې روانه جګړه به کوم ځای ونه نیسي.

د اجرايه ریاست لومړی مرستیال محمدخان وايي: “نړيوال بايد پيداکړي چې د جګړې ريښې چېرته دي، له کومه ځايه تجهيز کېږي او سرچينه اخلي، شونې نه ده د هېواد په کليو او بانډو کې د ترورېزم د اوسنۍ جګړې مخه ونيسو.”

د محمدخان په باور دا یوازې افغانستان نه دی چې د ترهګرۍ له اړخه ځورېږي. هغه د ترهګرو او سخت دریځو په خلاف د مبارزې له پاره په سیمه يیزو همکاریو ټینګار وکړ.

د اجرايه ریاست لومړی مرستیال زیاتوي: “په افغانستان کې ناکامې تجربې تکرار شوې او اوس ځينې هېوادونه د افغانستان د اشغال له پاره ناکامې تجربې ازمويي.”

د کورنیو چارو وزیر بیا وايي چې د جګړې کرښې یو څه ارامه شوې او وسله وال مخالفین هڅه کوي چې په ښارونو کې چاودنې او ځانمرګي بریدونه وکړي.

د کورنیو چارو وزیر تاج محمد جاهد وايي: “په سړه هوا کې د خلکو دښمنان د جګړې له جبهو ورو ورو کمېږي او په لويو ښارونو کې په ځانمرګو او چاودنو تمرکز کړي، خو موږ د لويو لارو د ساتنې له پاره لازم تدبيرونه نيولي دي

.” اندېښنې داسې دي چې که افغان ځواکونه په روان ژمي کې له لاسه وتلې سیمې ونه نیسي او وسله وال طالبان و نه ځپي، راتلونکی پسرلی به سختې جګړې وشي.
https://avapress.com/vdchz-nzk23nxqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته