دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۳ حمل ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۴۷
د مطلب کود : 139630
سږکال به د للمیو حاصلات ۴۰ سلنه زیات شي
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمداشرف غني نن ماسپښین د نوي لمریز کال د نمانځنې مراسمو کې چې د هېواد د لومړۍ مېرمن د دفتر له لوري په ارګ کې ترسره شول، ګډون او وینا وکړه.
په دې مراسمو کې یو شمېر فعالو ښځو هم حضور درلود، د هېواد لومړۍ مېرمن د خپلو خبرو پرمهال ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول ښځو ته د نوي کال مبارکي وویله او هیله یې څرګنده کړه چې وروستي ورښتونه به افغانستان زرغون کړي او دایمې سولې او ثبات ته به ورسېږي.
هغې د نوروز د نمانځنې مراسمو اساسي موخه د افغانستان د خلکو د پخواني فرهنګ ژوندي ساتل چې د خلکو تر منځ د احساساتو د انتقال وسیله کېږي، وبلله. هغې وویل، د مثبتو فرهنګونو په بسنټي کولو سره پرمختللې او سالمه ټولنه لرلای شو.
د هېواد جمهور رئیس هم په دې مراسمو کې خبرې وکړې، یو ځل بیا یې ټولو هېوادوالو په ځانګړي ډول ښځو ته د نوي کال او د پسرلي د پیل مبارکي وویله. هغه په هېواد کې وروستیو ورښتونو ته په اشارې وویل، په تېرو ۲۵ کالو کې د اوبو کچه دغومره نه وه او نوی کال به بزګرو او مالدارو ته ښه کال وي.
جمهور رئیس غني څرګنده کړه، سږکال به د للمي ځمکو حاصلات ۴۰ سلنه زیات شي او هیله ده چې زموږ د خلکو کورونه له الهي نعمتونو څخه ډک شي.
جمهور رئیس محمد اشرف غني څرګنده کړه، راتلونکی کال به د حکومت زیات تمرکز ښوونې او روزنې او همدارنګه امنیت ته وي.
په یادو مراسمو کې شفیقې حبیبي، نجیبې ایوبي او ځینو نورو د نوروز په اړه خبرې وکړې او د فرهنګ او هنر پیاوړتیا ته یې د هېواد د لومړۍ مېرمن د پاملرنې مننه او قدرداني وکړه.
په دې مراسمو کې د نوروز په اړه لنډ کلیپونه، د لیکوالۍ د جایزو د ګټونکو پېژندنه، د هېواد کتابتونه، محلي سندرې، د موزیم، ملي ارشیف او دارالامان ماڼۍ تاریخچه ګډون کوونکو ته وړاندې شوه.
په پای کې ځینو ګډونوالو د نوي کال په مناسبت شعرونه وویل او دا مراسم ځینو فعالو ښځو ته د ستاینلیکونو په ورکولو سره پایته ورسېدل.
ارگ ریاست جمهوری
https://avapress.com/vdchxwnzv23nx-d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته