په ختیځ ننګرهار ولایت کې دامریکایي ځواکونو په هوایي برید کې لږ تر لږه اته تنه داعش وسله وال وژل شوي.
د ننګرهار امنیه قومانداني په یوه بیان کې لیکلي، چې دننګرهار ولایت نازیانو ولسوالی په مربوطاتو کې د هوایي برید په ترڅ کې اته داعش وسله وال ووژل شول .
خبرپاڼه زیاتوي، چې تیره شپه بهرنیو ځواکونو بې پیلوټه الوتکې د نازیانو ولسوالی اړوند سپینه ژی په سیمه کې هوایي برید ترسره کړې چې په ترڅ کې اته داعش وسله وال وژل شوي .
د امنیه قوانداني په وینا، دمعلوماتو له مخې په ترسره شوی هوایي برید کې د هغوي یو شمېر وسلې او مهمات هم تخریب او له منځه تللي دي .
د دولت ضد وسله والې ډلې تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
ننګرهار د افغانستان په ختیځ کې له پاکستان سره ګډه پوله لري چې د هېواد له ناامنه او د طالبانو او داعش د جنګیالیو د فعالیت سیمه ګڼل کېږي.
سیمه ییز حکومتي چارواکي تیره ورځ وویل، چې د ورته هوایي برید ترڅ کې لږ تر لږه پنخه تنه داعش وسله وال د ینشکبې په ورځ په هسکې مینې ولسوالی کې ووژل شول.