په پلازمینې کابل ښار کې د یوې مافیایي ډلې څلور مهم غړي د امنیتي ځواکونو د عملیات په ترڅ کې نیول شوي.
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست چارواکي وایي، د دغې ډلې یوه مشر په ګډون چې میوند نومیږې څلور کسان د کابل ښار له دوه لسمې امنیتي حوزې له اړوند سیمې څه نیول شوي دي.
چارواکي زیاتوي، چې دغه کسان له څو مودې راهیسې د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې په بېلا بېلو جنایي جرمونو کې لاس درلود.
د چارواکو په وینا، پن یول شویو کې دوه مهم کسان چې صمیم او نجیب چوجه نومیږې د کابل ښار په بېلا بېلو سیمو کې په ګڼ شمېر جنایي جرمونو کې د قتل، وسله وال غلا، اختطاف او قطاع الطریقي پیښو کې لاس درلود.
د جنایي جرمونو سره د مبارزې ریاست چارواکي وایي، نیول شوي کسان د ۲۴ موټرونو د غلا په پیښو، د دوه کسانو په قتل او یو شمېر نورو پیښو کې په لاس لرلو په اړه اعتراف کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې په وروستیو کې د هېواد په شو شمېر مهم ښارونو کې د کابل په ګډون په جنایي پیښو کې زیاتوالي راغلي.
د کورنیو چارو وزارت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې ریاست چارواکی تیره اونی هم په پلازمنې کابل ښار کې د څلور کسانو د نیول په اړه خبر ورکړ.
په همدې حال کې د کابل امنیه قومانداني تیره ورځ په پلازمینې کابل ښار کې د یوه کورني پنځه ماشومانو د قتل په تور د دوه کسانو له نیولو هم خبر وکړ.