دخپریدو نیټه :سه شنبه ۳۰ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۰۹:۲۷
د مطلب کود : 145039
د افغانستان او هند ترمنځ تجارتي هوایي دهلېز رسماً پرانیستل شو

د افغانستان او هند ترمنځ د ځانګړي تجارتي دهلېز نن رسماً د ولسمشر محمد اشرف غني او په افغانستان کې د هند سفیر له خوا پرانیستل شو.

په پام کې ده چې لومړی تجاراتي پرواز نن ماښام د هند پلازمینې نوې دهلي په لور روان شی.

په کابل کې دهند سفارت چارواکي وایي، د ځانګړي هوایي دهلېز په چوکات کې په لومړی پرواز کې به ۶۲ ټن سوداګریز توکې نوې دهلي ته ولیږدول شي.

چارواکي زیاتوي، په پام کې ده چې دوهمې پرواز په نږدې راتلونکې له کندهار ولایت څخه د تازه میوو د صادرولو لپاره د هند په لور روان شی.

د افغان چارواکو په وینا، په لومړی پرواز کې به د پنځه میلیون ډالرو په ارزښت سوداګریز توکې هند ته صادر شي.

هند په تېرو پنځلسو کلونو کې د افغانستان په بیارغونه شاوخوا دوه میلیارد ډالر لګولي، د ملي شورا ودانۍ، سلما بند او د زرنج – دلارام لویه لار هغه سترې پروژې دي چې د هند له خوا پرې سلګونه میلیون ډالر لګول شوي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې تیر کال هند افغانستان سره د یو میلیارد ډالرو په ارزښت یو نوي مرستو بسته اعلان کړه.

د هند لومړي وزیر نرېندر مودي افغانستان لپاره د خپلو مرستو ژمنه تکرار کړه او د بېلو پلانونو لپاره یې د نژدې یو میلیارد ډالرو مرستې ژمنه وکړه.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxmnzw23nkvd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته