دخپریدو نیټه :يکشنبه ۴ سرطان ۱۳۹۶ ساعت ۱۱:۰۹
د مطلب کود : 145336
حکومت د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو کې لاسوهنه کوي
حکومت د ټاکنو خپلواک کمیسیون په چارو کې څرګنده لاسوهنه کوي او دې کار د ټاکنو روڼتیا تر پوښتنې لاندې راوستې ده.
د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژانس د خبرله مخی، د ټاکنو خپلواک کمیسیون لخوا د ټاکنو د تر سره کیدو د نېټې له اعلان وروسته د افغانستان نوې ملي جبهې د دې کمیسیون خپلواکي تر پوښتنې لاندې راوسته او ویې ویل، چې حکومت د دې کمیسیون په چارو کې څرګنده مداخله کوي.
د افغانستان د نوې ملي جبهې رییس انوار الحق احدي د پورته مطلب له څرګندولو سره وایي، د ټاکنو د مهالوېش په اعلام کې قانون تر پښو لاندې شوی او کمیسیون هم له سیاستوالو سره تشریفاتي ناستې درلودې.
نوې ملي جبهه که څه هم د ټاکنو د تر سره کیدو د مهالوېش د اعلام هرکلی کوي؛ خو ټینګار کوي، چې حکومت تل اساسي قانون تر پښو لاندې کړی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې مخکې له دې په ځینو سترو موضوعاتو کې حکومت په بې پروایۍ تورن شوی و. نیوکې دا دي، چې حکومت د امنیت په تامین، د برښنایي تذکرو په وېش او د ولسي جرګې او ولسوالیو د شوراګانو د ټاکنو په تر سره کیدو کې پاتې راغلی دی.
https://avapress.com/vdchxmnz-23nkxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته