دخپریدو نیټه :سه شنبه ۷ ثور ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۵۴
د مطلب کود : 125536
افغانستان او لیرلنډ پنځه ورځنی سیالی
افغان ملي لوبډلې نامیبیا هیواد ته د سترې ماتې ورکولو وروسته؛ له ایرلنډ سره د کرکټ پنځه ورځنۍ نړیوالې لوبې کوي.

افغان ملي لوبډلې نامیبیا هیواد ته د سترې ماتې ورکولو وروسته؛ له ایرلنډ سره د کرکټ پنځه ورځنۍ نړیوالې لوبې کوي.

ملي لوبډلې تیره ورځ نامیبیا ته په څلور ورځنۍ لوبه کې د ۳۶ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان او ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلو ترمنځ به د ۲۰۱۶ زیږدیز کال د جولای په میاشت کې د ایرلینډ په کوربه توب د کرکټ پنځه یو ورځنۍ نړیوالې لوبې ترسره شي.
ددواړو هېوادونو د کرکټ ادارو د ګډې پرېکړې او هوکړې له مخې، دا لوبې به د جولای د میاشتې له ۱۰مې څخه تر ۱۹ مې نیټې پورې د ایرلینډ په بلفاسټ ښار کې ترسره شي.
ویل کیږي، لومړۍ ځل دی چې افغانستان له ایرلینډ د کرکټ ملي لوبډلې سره پنځه ورځنۍ لوبې تر سره کوي.
دافغانستان کرکټ بورډ عمومي مشر نسیم الله دانش، د یادو لوبو هرکلی کړی او زیاتوي، چې دې لوبو سره به د دواړو هېوادو د ملي لوبغاړو تجربې زیاتې شي.
د ښاغلي دانش په ټکو، ایرلینډ یوه پیاوړې لوبډله ده، خو ملي لوبډلې هم اوس له چا کمه نه ده او یادو لوبو ته بشپړ چمتووالی لري.
د ایرلینډ کرکټ ادارې د لوړو مهارتونو مسوول ریچارډ هولډ سورت ویلي، چې دوی د افغان لوبډلې راتګ او ورسره لوبو ته سترګې په لار دي.
هغه زیاته کړه، د دواړو لوبډلو ترمنځ به په زړه پورې سیالۍ ترسره شي.

همدارنګه، په راتلونکي زیږدیز کال کې به ایرلینډ د افغانستان په کوربه توب دهندوستان په نوي ډیلي کې له افغانستان سره لوبې ترسره کړي.
د افغانستان کرکټ بورډ اجراییوي رییس شفیق الله ستانکزی وایي:چې ملي لوبډلې د کرکټ له لومړۍ درجې هېواد زمبابوی څخه د یو ورځنیو او شل اووریزو لړۍ ګټلې او اوس یې د کرکټ د شل اووریز نړیوال جام اتلې لوبډلې ویسټ انډیز ته هم ماتې ورکړې، نو پر دې اساس مورال یې لوړ دی.

په دې وروستیو کې د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې په تیرو سیالیو کې ډیرې لاسته راوړنې درلودې چې دې سترو بریاوو سره افغان ولس ته خوشحالۍ په برخه کړې.

https://avapress.com/vdchxmnz-23nimd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته