دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۲ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۵:۳۸
د مطلب کود : 154732
ولسي جرګې د ١٣٩٧ کال د بوديجې طرحه رد کړه

ولسي جرګې د راتلونکي مالي کال بوديجه د بېلابېلو دليلونو لکه په بوديجه کې د ولايتونو تر منځ د انډول نه شتون، طرحه کې د نا تصويب شوو اداري واحدونو شاملول او د يو شمېر ادارو لپاره د غير اړينو بستونو رامنځته کولو له امله رد کړه.
 
د ولسي جرګې يو شمېر غړو څو ورځې وړاندې د ١٣٩٧ مالي کال بوديجه کې د انډول پر نه شتون د نيوکې تر څنګ ياده بوديجه ناقصه او غير معياري بللې وه او د دوى په وينا، په دې بوديجه کې ځينې داسې خيالي پروژې هم په پام کې نيول شوې چې په نا امنو سيمو کې يې عملي کول ناشوني دي.
 
د راتلونکي ١٣٩٧ مالي کال بوديجې طرحه چې په کې ٢٦٧،٢ ميليارده افغانۍ عادي بوديجه او ٩٣،٧ ميليارده افغانۍ پراختيايي بوديجه په پام کې نيول شوې؛ مشرانو جرګې د قوس په لومړۍ له تاييد وروسته له ځينو وړانديزونو سره يو ځاى ولسي جرګې ته وسپارله.
 
د يادولو ده، د تېر کال عادي او پراختيايي بوديجه له ٤٠٠ ميليارده افغانيو زياته وه چې سږ کال دغه شمېره ٢٢ سلنه راټيټه شوې ده.
 
د ولسي جرګې د مالي او بوديجې کمېسيون مشر امير خان يار د يادې جرګې په نننۍ ناسته کې وويل چې د بوديجې په طرحه کې د ولايتونو تر منځ انډول په پام کې نه دى نيول شوى او د ٧٦ ميليارده افغانيو په ارزښت د تېر کال بوديجې اړوند پروژې په کې له نوملړه ايستل شوې دي.
 
دغه راز د هغه په وينا، په دې طرحه کې يو شمېر اداري واحدونو لپاره بوديجه په پام کې نيول شوې چې رامنځته کېدل يې له ولسي جرګې نه دي تاييد شوي او دغه راز په ياده بوديجه کې ٢٢ زره نوي بستونه هم شامل شوي چې ډېرى يې غير اړين دي.
 
نوموړي ياد اداري واحدونه په ډاګه نه کړل.
 
هغه د بېلګې په ډول خو د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل چې د يوه دفتر د رياست لپاره په داسې حال کې اووه زره بستونه په پام کې نيول شوي چې دغه رياست د سلو بستونو لپاره هم اړتيا نه لري.
 
په پايله کې د جرګې له ١٢٠ حاضرو غړو له جملې يې ١١٥ کسانو يادې طرحې ته د رد رايه ورکړه.
 
دا په داسې حال کې ده چې د نوي مالي کال (د مرغومي لومړۍ نېټه) پيل ته اته ورځې پاتې دي.
 
د اساسي قانون ٩٨ مادې پر بنسټ، د دولت بوديجه او د حکومت پراختيايي پروګرام د مشرانو جرګې له لارې له مشورتي وړانديزونو سره يوځاى؛ ولسي جرګې ته وړاندې کېږي او دغه جرګه يې بايد د يوې مياشتې په موده کې تصويب کړي.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchxknzi23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته