دخپریدو نیټه :چهارشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۶ ساعت ۱۴:۲۲
د مطلب کود : 148333
چارواکي: غزني کې د طالبانو ولسوال اود کوېټې شورا یو غړی وژل شوي

د کورنیو چارو وزارت چارواکو اعلان کړی چې د غزني په ګیلان ولسوالۍ کې د طالبانو نومول شوی ولسوال صفت الله او د کویټې شورا یو غړی وژل شوي دي.

دا پيښه تیره ورځ (سه شنبې د زمري ۲۴تمه) د ملي پولیسو د برید په پایله کې رامنځته شوې ده.

د کورنیو چارو وزارت د خبرپاڼې پر اساس په یوه بله پيښه کې تیره شپه د غزني په قره باغ ولسوالۍ کې د ملا رحمت الله په نوم د طالبانو استخباراتي مسوول او ورسره دوه نور ملګري د پولیسو په برید کې وژل شوي دي.

په دې بریدونو کې یو عراده موټر، یو عراده موټرسایکل او درې کړۍ ماینونه او یوه اندازه نورمهمات د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي.

خبرپاڼه وایي په دې پيښو کې امنیتي منسوبینو ته کوم زیان نه دی اوښتی.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دا په داسې حال کې دي چې د ۲۰۹ شاهین قول اردو هم تیره ورځ د فاریاب په غورماچ کې د طالبانو د نومول شوي ولسوال له وژل کیدو خبر ورکړی و.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchx6nzx23nkxd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته