د قندوز ولایت ملی امنیت ریاست، ددی ولایت هوایی ډګر آمر د اداری فساد او لوی اختلاس په تور نیولی دی.
د افغان غږ خبری آژانس په ګزارش سره، ملی امنیت یو سرچینه د نامه نه ویلو په شرط سلام وطندار ته ویلی چی انورسادات د قندوز هوایی ډګر آمر ډیر تورونه لری او یو د هغو څخه یو لوی اختلاس په دی هوایی ډګر کی دی.
امرالدین ولی، د قندوز ولایتی شورا مشر هم وایی چی انور سادات، نن ملی امنیت ریاست ته غوښتل سوی او وروسته نیول سوی دی.
د هغه په وینا تراوسه د اختلاس اړوند مدارک دی شورا ته نه دی ارایه سوی.