د افغانستان ملي دفاعي او امنیتي ځواکونو په ګډو تعرضې او تهاجمي عملیاتو کې چې د خلکو د ځان او مال د ساتلو او د ترهګرو د له منځه وړلو په موخه په تیرو ۲۴ ساعتونو کې د هیواد په بیلابیلو سیمو کې ترسره شول، د۱۲ تنو داعشیانو او د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان په شمول ۴۹تنه وسله وال ترهګر وژل شوي ، ۲۷ تنه ټپیان او ۱۷تنه شکمن کسان نیول شوي دي .
دغه ګډ عملیات چې د پیاده ځواکونو لخوا د توپچي اوهوایي قوتونو په ملاتړ د ننګرهار، لوګر، خوست ، زابل ، فاریاب بغلان ، نیمروز او هلمند په ولایتونو کې تر سره شوي په پایله کې يې د فراه ولایت د خاک سفید په ولسوالۍ کې د طالبانو د یو تن سیمه ایز قوماندان ملا قیوم په شمول ۱۴ تنه طالب ترهګر وژل شوي ، ۱۳ تنه ټپیان ،۲ موټر ،د ماین جوړولو یوه کارخانه او یو شمیر وسلې او مهمات له مڼځه وړل شوي ، د کندز ولایت د چهار درې په ولسوالۍ کې ۱۳ تنه ترهګر وژل شوي، ۱۴ تنه شکمن کسان نیول شوي ، ۱۲۱ کړۍ ماینونه ، ۹ موټر سایکلونه ، او د دښمن ۲ پټنځایونه له منځه وړل شوي ، د ننګرهار ولایت د ده بالا په ولسوالۍ کې ۱۲ تنه داعشیان وژل شوي او د جامو او خوراکي توکو یو زیرمتون له منځه وړل شوی او د هلمند ولایت د مارجې په ولسوالۍ کې ۶ تنه ترهګر وژل شوي ، یو تن ټپي ، ۱۰ کړۍ ماینونه ، د ماین جوړولو یوه کارخانه ،یو موټر او د دښمن ۷ پټنځایونه له منځه وړل شوي دي .
همدا راز په یادو عملیاتو کې د د بغلان ولایت د ډنډ شهاب الدین د خلازایي په سیمه کې ۳ تنه ترهګر وژل شوي او ۶ تنه ټپیان ، د غزني ولایت د قره باغ په ولسوالۍ کې یو تن ترهګر وژل شوی او یو موټر سایکل له منځه وړل شوی ، د زابل ولایت د ارغنداب په ولسوالۍ کې ۷ تنه ترهګر ټپیان شوي ، د لوګر ولایت د چرخ او د نیمروز ولایت د خاشرود په ولسوالیو کې ۳ تنه شکمن کسان نیول شوي ، ۲۶ بورۍ چاودیدونکي توکي ، ۸ بوشکه یي ماینونه ، یو موټر او یو شمیر وسلې او مهمات له منځه وړل شوي او یو موتر لاسته راغلی دی .
په تیرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۰چاڼیز او ۹خاص کماندویي عملیات د هیواد په ۸ ولایتونو کې په لاره اچول شوي، د افغانستان هوایي ځواکونو ۷۳ پروازونه د ملي اردو د ځواکونو د ملاتړ په موخه کړي او ۹هوایي ضربې د دښمن په پټنځایونو شوي دي.
ملي اردو د هیواد د دفاعي ځواک په توګه، په ټول قوت سره حاضر دی چې د خلکو د امنیت او هوساينې لپاره هر ډول قربانې ورکړي. ملي اردو د تروریستانو د ځپلو لپاره قوي عزم او اراده لري.