دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۰ ثور ۱۳۹۶ ساعت ۱۰:۲۳
د مطلب کود : 141899
هملند کې د تازه ځای پر ځای شویو امریکايي سرتېرو ماموریت څه دی؟

د امریکا د سمندري ځواک ۳۰۰ عسکرو پرون شنبه په هلمند کې خپل اتلس میاشتنی ماموریت پېل کړ.

هغوی به د افغانستان امنیتي ځواکونو ته د روزنې او مشورې ورکولو پروګرامونه پرمخ بیايي.

د هلمند د والي د مطبوعاتي اړیکو مسئول زاهد اتل ازادي راډیوته وویل چې دا عسکر به د لښکرګاه په ۳۵ کېلومترۍ کې، په شوراب پوځي اډه کې مېشت وي.

زاهد اتل زیاته کړه:

"دا سمندري ځواک، شااوخوا درې سوه پوځیان دي چې په هلمند کې د شوراب په پوځي اډه کې ځای پرځای شوي چې د افغان ځواکونو سره په مشورې او د تعلیم او تربیې په برخه کې او دلته د نظامي شورا په غوښتنه په یوشمېر عملیاتو کې همکاري ولري."

د امریکا سمندري عسکر د ناټو د غوڅ ملاتړ ماموریت په چوکاټ کې هلمند ته تللي دي.

د اتل په وینا، په ګزمو او پیاده عملیاتو کې د هغوی د ګډون پرېکړه لا نه ده شوې.

زاهد اتل وویل:

"د اوس لپاره د هغوی حضور یوازې په شوراب پوځي اډه کې دی، په ولسوالیو کې په مسقتیم ډول د عملیاتو پلان نشته، دوی به د عملیاتو په لړ کې، د ۲۱۵ میوند قول اردو او د پولیسو د ۵۰۵ بست زون له چارواکو سره په پلان جوړولو کې همکاري کوي او د غوښتنې سره سم به په هوايي برخه کې هم ملاتړ کوي."

وسله والو طالبانو د جمعې په ورځ د"منصوري" په نوم د عملیاتو د پېل اعلان وکړ او ويې ویل چې پر افغان او امریکايي ځواکونو به حملې وکړي.

امریکايي ځواکونو په ۲۰۱۴ میلادي کال کې خپل پوځي ماموریت په هلمند کې ختم کړ.

په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال وايي چې د هلمند باغران، دېشو، نوزاد، موسی قلا، خانشین، ناوه ، سنګین په بشپړ ډول له وسله والو طالبانو سره دي خو د ګرشک، نادعلي، مارجې او واشېر ولسوالیو ځیني سیمې لاهم د حکومتي ځواکونو په لاس کې دي.

د هلمند د مرکز لښکرګاه یوشمېر حوزې هم وسله والو طالبانو نیولې یا د حکومت او هغوی ترمنځ لاس په لاس کېږي.

د فرانس پرېس خبري اژانس په حواله، لږترلږه ۳۰ زره کسان د جګړې له امله بې کوره شوي او لښکرګاه ته یې پناه وړې ده.

د څارونکو په باور، په هلمند کې د امنیت خرابېدل او د وسله والو طالبانو د نفوذ پراختیا په کندهار او ارزګان کې هم امنیت ته جدي ګواښ پېښولائ شي.

د امریکايي ځواکونو یو شمېر قوماندانان باورڅرګندوي چې هلمند ته د ۳۰۰ سمندري عسکرو تګ بدلون راوستلائ شي.

اوسمهال په افغانستان کې تر اته زره اوڅلور سوه زیات امریکايي عسکر مېشت دي.

https://avapress.com/vdchwznzw23nk6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته