دخپریدو نیټه :دوشنبه ۵ میزان ۱۳۹۵ ساعت ۱۲:۱۸
د مطلب کود : 131197
دسروردانش او دامریکا دخارجی وزیر دکتنی جزئیات
دامریکا دخارجی وزیر معاون وویل: دقویا متحده ایالات دسازمان ملل متحد دبشر دحقوقو په شورا کی به دافغانستان دکاندیدو څخه استقبال او حمایت وکړی.

دامریکا دخارجی وزیر معاون وویل: دقویا متحده ایالات دسازمان ملل متحد دبشر دحقوقو په شورا کی به دافغانستان دکاندیدو څخه استقبال او حمایت وکړی.
دافغان غږ خبری آژانس دخبرګزاری په بیان، سرور دانش؛ درییس جمهور معاون دامریکا دخارجی وزیر دمعاون په حضور دملل متحد دیو اویایمی جلسی په عمومی مجمع نیویورک کی دځینو مسایلو په ضمن کی لکه دحزب اسلامی سره دسولی او دمدنی فعالینو په قبال کی وویل: یواځی د ښه میکانیزم دجوړیدو په صورت کی د سولی دموافقت لپاره یو مناسب نتیجه ددی سولی دتوافق څخه حاصلیږی.
هغه اضافه کړه: دافغانستان دولت او حکومت ددی سولی دسرته رسولو لپاره شرطونه دهغه جملی څخه دافراطی ډلو څخه څه په خارج او یا په داخل کی وی دهر ډول اړیکی قطع والی داسلامی حزب لخوا، او ددی حزب دغړو خلع سلاح او دهغوی ادغام په امنیتی ځواکونو کی تعین کړی دی او باید رعایت سی.
او ددی لپاره چی دا سوله دعدالت، حاکمیت، قانون او حقوق بشر دقربانی کیدو لامل نه سی دافغانستان دحکومت پواسطه جدی نیول کیږی.
سرور دانش دآزادو رسنیو پر اهمیت اظهار درلودی: دلوی څارنوالی او نورو عدلی او قضایی نهادونو په همکاری دژورنالیستانو پوری مربوط قضیی څیړنه دحکومت دکارو په اولیتونو کی قرار نیولی دی.
هغه ادامه ورکړه: دحقوق بشر، پولیسو، څارنوالی او دافغانستان دمحاکمو دپوهنیزی برنامو په ایجادولو کی دمتحده ایالاتو دهمکاری غوښتونکی یو.
هغه تصریح کړه: دوحدت ملی حکومت منظم برنامی دحقوق بشر لپاره به ترلاس لاندی ونیسی او دواشنګتن څخه غواړی چی یو خاص نماینده دژورنالیستانو دمشکلاتو دبررسی لپاره دهغوی دحمایت لپاره تعین کړی.
سرور دانش دی ته په اشاره سره چی افغانستان تمایل لری دشکنجی دمنعی بین المللی کنوانسیون اختیاری پروتکل سره یوځای سی او دافغانستان آمادګی د بین المللی جنایی محکمی دهمکاریو دتوسعی لپاره اظهار درلودی: دامریکا دحکومت څخه غوښتنه لرو چی دافغانستان د غړیتوب څخه په سازمان ملل دبشر دحقوقو په شورا کی د ۲۰۱۸ څخه تر ۲۰۲۰ پوری حمایت وکړی.
هغه وویل: د( پروموټ) برنامه چی دامریکا دبین المللی انکشاف داداری لخوا ۤپه افغانستان کی اجرا کیږی، باید ددی برنامی بودجه په موثره توګه په مصرف ورسیږی په داسی ډول سره چی دهغه دپرمختګ شاخصونه په مختلفو عرصو کی دسنجش وړ وی.
زموږ درییس جمهور معاون هغه بورسیو ته په اشاری سره چی دامریکا دخارجی وزارت لخوا دافغانستان خلګو ته ارائه کیږی وویل: دامریکا دولت باید دلوی څارنوالی، دحقوق بشر مستقل کمیسیون او دافغانستان دپولیسو دښه پوهی لپاره بورسیی ته توجه وکړی.
تام مالینوسکی دامریکا دخارجی وزیر معاون دحقوق بشر موضوع پر اهمیت او دامریکا دحکومت همکاریو دتداوم لپاره وویل: احترام وقوانینو او حقوق بشر ته، خصوصآ دښځو حقوق ډیر داهمیت وړدی.
هغه دافغانستان دتلاشونو څخه دسولی په لاره کی دحمایت اعلان وکړ او وویل: هیڅ بل لاره دافغانستان لپاره وسولی ته درسیدو لپاره وجود نه لری بیله دی چی دسولی خبری وسی.
مالینوسکی دآزادو مطبعو توسعه دافغانستان لپاره یو لاسته راوړنه وبلل او ابراز درلودی: دافغانستان دحکومت څخه دژورنالیستانو دمحافظت لپاره داقداماتو غوښتونکی یو.
دامریکا دخارجی وزیر یادونه وکړه: دامریکا ددولت دهکاریو تقویت دمختلفو افغانی نهادوسره، دموثرو میکانیزمو ایجادول دتحقیق لپاره او قضایایی حسابونو لپاره حقوق بشر ته په اړیکی سره یو دمهمو مسایلو څخه دی چی باید دتوجه وړ وګرځی.
هغه اضافه کړه: قویا به افغانستان حکومتدملل متحد دحقوق بشر په شورا تشویق کړی او وعده ورکوو چی متحده ایالات دهغه څخه به حمایت وکړی.
مالینوسکی په اخر کی وویل: دملی وحدت دحکومت درهبرانو تلاشونه نه یواځی دتیرو لاسته راوړنو ددفاع لپاره بلکه ددی ارشونو دتوسعی لپاره هم د قبلولو او توجه وړ دی.

https://avapress.com/vdchwznzq23nxzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته