ولسمشر محمد اشرف غني وايي، د ځمکو د غصب په برخه کې د دولت د قضایاوو له ادارې سخت ناراضه دی او زیاته یې کړه چې د غصب ټولې قضیې به له یوې مخې د سترې محکمې له لورې وڅېړل شي.
د زوراکو له لورې د دولتي ځمکو د غصب په اړه د اندېښنو په دوام ولسمشر محمد اشرف غني وايي چې د قانون د حاکمیت عالي شورا د ځمکو د غصب مسئله په جدي ډول تعقیبوي.
ښاغلي غني چې د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۷» یې په ارګ کې، په څلورم ملي ښاري کنفراس کې خبرې کولې عدلیې وزارت ته خبرداری ورکړ چې که د دولت د قضایاوو او یا د حقوقو په اداره کې د ځمکو د غصب د مخنیوي په وړاندې ځنډ ولیدل شي، یادې دواړه ادارې به لویې څارنوالۍ ته ولېږدوي.
ښاغلي غني زیاته کړه: "د قانون د حاکمیت عالي شورا د ځمکو د غصب موضوع په جدي توګه تعقیبوي که د دولت د قضایاوو او یا د حقوقو په اداره کې تعلل وګورم دواړه به له عدلیې وزارت نه څارنوالۍ ته انتقال کړم، د ځمکو د غصب په برخه کې د دولت د قضایاوو له کار نه سخت ناراضه یم."
ښاغلي غني دغه راز وویل چې له دې وروسته د دولتي ځمکو بېرته راګرځول د هر والي، قوماندان او ښاروال دنده ده.
دا په داسې حال کې ده چې ولسمشر تېر کال په درېیم ملي ښاري کنفراس کې ویلي و چې حکومت به راتلونکی کال د ځمکو د غصب پر مسئلې ډېر تمرکز وکړي.
ښاغلي غني ویلي و چې څلورسوه زره جریبه ځکه له غاصیبینو بېرته راګرځول شوې ده.
غني: څلور سوه زره جریبه ځکه له غاصیبینو بېرته راګرځول شوې.
غني: څلور سوه زره جریبه ځکه له غاصیبینو بېرته راګرځول شوې.
که څه هم په افغانستان کې د ټولو غصب شویو ځمکو دقیق ارقام نشته، خو د اراضۍ خپلواکه اداره وايي چې د افغانستان په ۳۰ ولایتونو کې شااوخوا ۱،۳ میلیون جریبه ځمکه غصب شوې ده.
د یادې ادارې د مسؤلینو په خبره ډېری ځمکې په کابل، ننګرهار، کندهار، بلخ او هرات کې غصب شوې دي.
د راپورونو له مخې د دولتي ځمکو د غصب ترشا اکثره د زور واکو او ځینو دولتي چارواکو لاس دی.
په ورته وخت کې د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رئیس عبدالمتین بیګ بیا وايي چې د ځمکو د غصب او کمښت له امله دوی نه دي توانېدلي چې تر اوسه د شهیدانو کورنیو ته ځمکې وویشي:
"هغه سپارښتنه چې رئیس صاحب تاسو د شهیدانو کورنیو ته د ځمکو د توزیع په اړه کړې وه له بده مرغه جدي ستونزه موجوده ده، په اکثرو ښارونو کې دولتي ځمکې نه انتقالېږي او د ځمکو په برخه کې مشکل موجود دی."
د افغانستان د ولسي جرګې غړی فرهاد صدیقي بیا وايي، تر کومه چې په حکومت کې دننه د ځمکو د غصب مافیايي کړۍ فعاله وي د غصب مخنیوی به یې ستونزمن وي.