دخپریدو نیټه :سه شنبه ۱۱ سنبله ۱۳۹۳ ساعت ۱۰:۲۰
د مطلب کود : 97969
۲۵ تنه ترهګر طالبان د امنیتی ځواکونو دبېلا بېلوګډو چاڼېزو عملیاتو په لړکې ووژل شول
په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د ملي پولیسو ،ملي پوځ  او ملي امنیت ځواکونو  د ګډو چاڼیزو عملیاتو په لړ کې چې کنړ، بغلان ، کندز ، زابل ، ارزګان ، لوګر ، غزنی  او نیمروز  ولایتونو په اړوندوسیمو کې یې ترسره کړل،۲۵ تنه  ترهګر طالبان  ووژل شول  ،  ۵ تنه ټپیان او۳ تنه د امنیتي ځواکونو له لورې  ژوندي ونیول شول .
په یادو عملیاتو کې یوه  اندازه  وسلې ، مهمات  او چاودیدونکي توکي هم د ملي امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي  .







همدا راز  د ملي پولیسو منسوبانو تېره  ورځ ،۷ کړۍ  ماینونه  چې د طالب ترهګرو له لورې  د ترهګریزوکړنو د ترسره کولو په موخه  د ننګرهار ، ارزګان ، میدان وردک ، بادغیس او نیمروز ولایتونو  په  اړوندو سیمو کې ځای پر ځای شوي وو کشف او شنډ کړای شول.
سرچينه : دصدای افغان خبری اژانس(اوا)
https://avapress.com/vdchwwnw.23nq-djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته