دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۱ دلو ۱۳۹۵ ساعت ۱۱:۱۸
د مطلب کود : 137894
مذهبی مدرسی، د تروریزم د مبارزی په وړاندی خنډ؟
حنیف اتمر؛ د ملی امنیت مشاور په بروکسل کی د ناتو مقاماتو سره په کتنه کی، یوځل بیا د پاکستان د سیاست د دوه مخی توب څخه د تریروریزم سره د مبارزی لپاره انتقاد کړی دی.
ښاغلی اتمر ویلی دی چی پاکستان باید د مدارسی رهبرانو پر ضد چی په هغه کی تروریزم زده کړی وینی، جدی اقدام وکړی.
د ملی امنیت مشاور د بروکسل په سفر کی، په یو کتنه کی د ناتو مقاماتو سره ویلی دی چی اختر محمد منصور؛ د طالبانو پخوانی مشر او اسامه بن لادن؛ د القاعده شبکی پخواني مشر په پاکستان کی وژل سوی دی.
ښاغلی اتمر اضافه کړ: ددی وخت رسیدلی دی چی هیوادونه بالخصوص پاکستان د خپلو کوچنیانو د راتلونکی لپاره د مدرسی په اړه تصمیم ونیسی.
د ملی امنیت مشاور ناتو مقاماتو ته ویلی دی چی افغانستان حکومت ډیر ځلی پاکستان غوږونو ته رسولی دی چی ددواړو هیوادونو اوسیدونکی د هراس افګني قربانی دی؛ نو ولی اسلام آباد ددی پدیدی سره د مبارزی لپاره د کابل سره مرسته نه کوی.
د منطقی مسایلو نظرلرونکی هم قبلوی چی پاکستان په ډیر بی رحمه ډول سره د دینی علومو د زده کړی د ځایونو څخه د خپلو سیاسی او امنیتی مقصدونو د لاسته راوړلو لپاره د افغانستان په وړاندی ګټه اخلی او په دی برخه کی د اسلام آباد لپاره هیڅ توپیر نه لری چی هغه کوچنیان چی د دینی علومو د زده کړی په مرکزونو کی په دینی تحصیل باندی بوخت دی، څنګه د انسانی ضد او ضد اسلامی پروژو قربانی کیږی.
ددی لید څخه، د پوهانو په باور، د پاکستان مذهبی رهبران او دینی مدرسی هم په حقیقت کی، د پاکستان د جاسوسی سازمان د نظامی ځواک د یو برخی په شان عمل کوی او دهغوی ضد دینی منویاتو په لاره کی فعالیت کوی.
په دی وصف سره، لومړی اړین څیز د هراس افکنی او تروریزم سره د مبارزی لپاره په افغانستان کی، د تروریزم او تروریستانو د زده کړی مرکزونو د منځه وړل په پاکستان کی دی؛ هغه مرکزونه چی د دین د نوم څخه په ګټه اخیستنی سره، د دین په ریشی باندی تبر وهی او د اسلام د بدنامه کولو په لاره کی عمل کوی.
په دی منځ کی، د کارپوهانو په باور، ددی مرکزونو سره مبارزه هغه ډول چی لیدل کیږی، آسانه نه دی؛ ځکه چی پاکستان او جاسوسی سازمان یی په دی هیواد کی، ډیرکلونو راهیسی، دا مرکزونه په یو ډول سره هدایت او مدیریت کړی دی چی هر ډول مخالفت او پر هغه باندی انتقاد، د دین او شریعت سره ضدیت او جهاد بدنامه کول دی او دهغه چا لپاره چی داسی اقدام ترسره کړی، د تکفیری او مرګ څخه لږ حکم به شتون ونه لری.
د پاکستان امنیتی مامورانو برید د اسلام آباد په زړه کی پر سره مسجد باندی د وخت په تیریدو سره د افراط ګری او تروریزم د اشاعی او ترویج باندی بدل سوی دی، شکاره کړی دی چی د اسلام آباد سیاست د تروریزم د خپرولو لپاره د دینی او مذهبی مرکزونو په مرستی سره د خپل ګاونډی په وړاندی، حتی نه وړاندی لیدونکی خطرونه د پاکستان د امنیت او ثبات لپاره هم منځته راوړی دی او بیله شکه، په هغه صورت کی چی پاکستان خپله ددی سیاست د مهار لپاره اقدام ونه کړی، په اوږد وخت کی، د هغه هیواد امنیت او ثبات ته هم ډیر زیان لیدونکی خطرونو شاهدان به و اوسو.
په همدی اساس، د امنیتی مسایلو د کارپوهانو په باور، اسلام آباد باید د افغانستان غوښتنه د تروریستی زده کړو مرکزونو له منځه وړنی ته جدی فکر وکړی او د مذهب او دین څخه په ګټی اخیستنی سره خپل سیاستونه ته د لاس رسی په خاطر عمل ودروی.
دی ته په نه کتو سره چی هغه څه چی اوس شتون لری، د پوهانو په باور دادی چی دینی مدرسی او مذهبی زده کړی مرکزونه په پاکستان کی چی عملا د تروریزم د تقویت او پیاوړتیا لپاره په افغانستان کی، عمل کوی، عملآ یو خنډ د تروریزم سره دمبارزی په وړاندی بدل سوی دی او هیڅ څوک تر اوسه د هغه خرابوونکی او خطرناکه راتلونکی ته فکر نه دی کړی او جدی یی نه دی نیولی.
په دی حال کی، د افغانستان غوښتنی او زړه سواند هشدارونه، په نتیجه کی وکولای سی د تروریزم په وړاندی مبارزه کوونکی مدعیان د مذهبی او دینی مدرسونو او مرکزونو د خطر په جدی نیولو سره پاکستان د تروریزم په وړاندی مبارزی ته، وهڅوی.
https://avapress.com/vdchwqnzk23nx6d.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته