دخپریدو نیټه :دوشنبه ۲۹ جوزا ۱۳۹۶ ساعت ۱۲:۳۱
د مطلب کود : 144995
خیمه ایز لاریونونه؛ د غنی او عبدالله تقابل پروسه؟
اشرف غنی؛ ولسمشر ویلی دی چی د لارو بندیدل او د خلګو لپاره مزاحمت په کابل کی د معترضانو له لوری د قبول وړ نه دی.
ښاغلی غنی د شنبی په ورځ د نمایندګانو مجلس اداری هیات سره په کتنه کی وویل: د هر هیواد اوسیدونکی د قانون په اساس حق لری چی لاریون وکړی؛ خو د خیمو شتون د خلګو لپاره ډیر مشکلات رامنځته کړی دی او باید دا مشکل حل سی.
دا په داسی حال کی دی چی عبدالله عبدالله؛ اجرایی رییس، د کابل لاریون کوونکو تحصن قانونی او مدنی بللی او د کابل شهربان صبر تحسین کړی دی.
اجرایی رییس د مجلس نمایندګانو اداری هیات سره په کتنه کی، په داسی حال کی چی د کابل لاریون کوونکو تحصن قانونی او مدنی حق عنوان کړ، وویل چی د امنیت تامین او په امنیتی نهادونو کی اصلاحات د افغانستان ټول ملت غوښتنه دی.
عبدالرووف ابراهیمی؛ د نمایندګانو مجلس مشر هم دا نهاد ځواب ویونکی او مسئول وبلل چی د اخرو پیښو څخه متاثره سوی دی او په غبرګون کی یی فوق العاده ناستی جوړ کړی دی.
دا په داسی حال کی دی چی د کارپوهانو په باور، د اشرف غنی او ډاکتر عبدالله مطرح سویو خبرو ترمنځ ډیر اساسی او بنیادی توپیر شتون لری او د ملی وحدت حکومت دوه مشران، دقیقآ د یوبل په وړاندی قرار لری.
آیا ددی خبری معنی دادی چی سړکو اعتراضات او هغه بحران چی له امله یی شکل نیولی دی، د ملی وحدت حکومت دوه مشرانو تقابل او مخامخ کیدنی لپاره نوی پروسه به وی؟
معترضان، په اخیر کی د خلګو فشار ډیریدو او خلګو ته مزاحمت په جوړولو سره او همدارنګه د پاینتخت اصلی لارو په بندیدو سره خپل ځینی خیمی هیڅته کړل؛ خو مرکزی خیمی جریان د ( جنبش رستاخیز تغیر ) په نامه تر اوسه پرځای دی او ځوان معترض نمایندګان، ټینګار کړی دی چی ترڅو چی امنیتی ارشد چارواکی برکناره نه سی او د لاریون کوونکو وژنو او سرکوب عوامل مجازات نه سی، د سړکونو اعتراضاتو ته خاتمه ورنه کړی.
دا په داسی حال کی دی چی عبدالله عبدالله؛ اجرایی رییس، د نمایندګانو مجلس نمایندی اداری هیات سره په لیدنه کی چی د بندون لپاره دحل لاره پیدا کوی، نه یواځی د لاریون او اعتراضاتو جوړونه د خلګو مدنی او قانونی حق وبلل؛ بلکه په امنیتی برخه کی اساسی اصلاحاتو رامنځته کونه د افغانستان ټول ملت غوښتنه بللی او په دی ترتیب، د لاریون کوونکو اصلی غوښتنو څخه ملاتړ وکړ.
په دی حساب، معترضان ددی نه وروسته د اجرایی رییس په پشتوانی سره کولای سی مستحکم او مصمم خپل لاریون ته ادامه ورکړی او خپل اصلی غوښتنو باندی پافشاری وکړی.
په داسی شرایطو کی د پوهانو په باور، د اشرف غنی اهرمونه او د هغه باور مهری په امنیتی سیستم کی د معترضانو سره په مقابله او د رامنځته سوی بحران سره مطلوب مخته کیدنی لپاره محدود کیږی؛ ځکه تراوسه داسی په نظر راتلله چی ښاغلی عبدالله، د معترضانو څخه واټن اختیار کړی دی او د ریاست جمهوری ارګ څنګ ته قرار نیولی دی او په دی ترتیب، د لاریون استمرار او د غوښتنو تحقق پیدا کیدلو امکان ډیر لږ دی؛ خو دا چی تحلیلګران وایی چی د جرایی رییس نوی موضع اعلان سره، لاریونونه به هم نوی فصل ته وارد سی او که لږ ترلږه د امرالله صالح د استعفا لامل هم د هغه یوځای کیدل د خیمه نشینه لاریون کوونکو سره وی، بیله شکه اشرف غنی او یاران یی په ارګ ماڼۍ کی د خیمه نشینانو بحران مدیریت لپاره به، د هر وخت څخه به نور هم سخت سی.
دی نکاتو په توجه سره، کارپوهان وایی چی لیری خبره ده چی د مجلس نمایندګانو اداری هیات فشرده رایزني ددی بحران د سوله ایز حل لپاره، په لږ وخت کی نتیجه ته ورسیږی او له بل لوری، دا خطر هم شتون لری چی د وخت په تیریدو سره او د اعتراضاتو لمن په پراخیدو سره، د خپل مواضعو څخه پاته کیدنه هم د ارګ او هم دد معترضانو لپاره به یو حیثیتی مساله باندی بدل سی او په دی ترتیب، بحران نور هم پراخ سی.
که څه هم په دی منځ کی، حکومت د کابل دوه ارشد امنیتی چارواکو دندی په تعلیق سره او د معترضانو وژل کیدل د پولیس په واسطه د دوسیی په لاره اچولو سره، هڅه کړی دی چی د لاریون کوونکو په وړاندی، انعطاف شکاره کړی؛ خو پوهان وایی چی د ارګ او لاریون کوونکو تقابل ماهیت سیاسی او جناحی او تر یو حده پوری قومی کیدلو سره او د معترضانو سره د حکومت ځینی برخی یوځای کیدنه د لاریون کوونکو صف سره، دا هڅی د همغه شروع څخه محکوم په ماتی وو او مشخص نه دی چی که حکومت شاته تګ ونه کړی، جاری بحران به تر کومه ځایه پراخ سی.
https://avapress.com/vdchwknzm23nkwd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته