دخپریدو نیټه :پنجشنبه ۲۳ قوس ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۵۲
د مطلب کود : 154796
دهلمند د کجکي بند دویم برخي له جوړیدو سره د بریښنا د تولید ۱۵۱میګاواټو ټه به ورسېږي
د افغانستان د برېښنا شرکت چارواکی سرګندوی، چې د هلمند ولایت کی د کجکي بند د دویمې برخې له جوړېدو سره په یاد بند کې د برېښنا د تولید وړتیا ۱۵۱ میګاواټو ته به ورسېږي.


د افغان غږ(افغان غږ خبری آژانس) آژآنس د خبر له مخی، د برېښنا شرکت مسؤول امان الله غالب په دی اړه رسنیو ټه وایی، چې د دغه‎ د برېښنا بند د دویم پړاو د جوړولو لپاره دیاد شرکت طرحه د اقتصادي عالي شورا له خوا تایید شوې دی.
هغوی زیاتیوی، د یاد پروژه په تدارکاتي پړاو کې ده او ډېر ژر د هغه د جوړېدو تړون به لاسلیک شي.
سرچنیو ویلی، د پرښنا شرکت خپل وروستی وړاندیز اقتصادي عالي شورا ته وړاندې کړی، هلته تایید شوی دی او دېر ژر کار شروع کږی.
د یاد وړدی، چې د یاد پروژې د دویمې برخې له پیلي کېدو سره د هلمند، کندهار او ارزګان ‎ ولایتونو د برېښنا او اوبو کمښت به هم حل شي او هغو خلګوټه دېر سهولت راشي.‎

https://avapress.com/vdchwknz-23nmqd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته