دخپریدو نیټه :شنبه ۲۱ جدی ۱۳۹۲ ساعت ۱۲:۱۰
د مطلب کود : 83289
د امریکا سفیر په یوه پټ پیغام کې ویلي چې کرزی امنیتي موافقه نه لاسلیکوي
تاند- یوه امریکايي چارواکي د ولسمشر اوباما ادارې ته خبرداری ورکړ چې د امریکا له مهالوېش سره سم د دوه اړخیز امنیتي تړون لاسلیکولو ته د افغانستان د ولسمشر حامد کرزي د هڅولو لپاره د متحدو ایالتونو هڅې به احتمالاً ناکامې شي.
واشنګټن پوسټ ورځپاڼې د امریکايي چارواکو په قول ویلي، په یوه محرمانه مخابره شوي پیغام کې، چې په کابل کې د امریکا سفیر جېمز کنینګم لیکلی، ویل شوي چې دی (سفیر) فکر نه کوي چې کرزی به د افغانستان د اپریل (۱۳۹۳ د حمل ۱۶مه) تر انتخاباتو مخکې د دې تړون له لاسلیکولو سره موافقه وکړي.
جېمز ګنینګم له ډېرې مودې راهیسي له افغان چارواکو سره د دوه اړخیز امنیتي تړون په اړه د امریکا د استازي په توګه خبرې کوي.
واشنګټن پوسټ د هغو امریکايي چارواکو، چې د دې پیغام په اړه یې ورځپاڼې ته معلومات ورکړي نومونه نه دي څرګند کړي ځکه چې هغوی نه غوښتل چې نومونه یې خپاره شي.
پرون په افغانستان کې د ناټو او امریکايي پوځیانو عمومي قومندان جنرال جوزیف ډنفرډ له افغانستانه وغوښتل چې له امریکا سره امنیتي موافقه ژر تر ژره لاسلیک کړي.
ډنفرډ خبرداری ورکړ، که دا موافقه په وخت لاسلیک نه شي نړیوال پوځیان به د خپلو هیوادونو د پارلمانونو ملاتړ له لاسه ورکړي.
نوموړي دغه راز وویل چې امنیتي او دفاعي سند په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو د راتلونکې ماموریت لپاره یو چوکاټ دی.
په همدې منځ کې رویټرز خبري اژانس ویلي چې د افغانستان او امریکا اړیکې د حامد کرزي له لوري د امنیتي موافقې د نه لاسلیکولو په خاطر له مخکې څخه تقریباً د غوڅېدو په درشل کې دي.
سپینې ماڼۍ د دوشنبې په ورځ وویل، د امریکا متحد ایالتونه وايي که د افغانستان حکومت غواړي چې له ۲۰۱۴ کال وروسته امریکايي پوځیان په دغه هیواد کې پاتې شي نو په څو اوونیو کې دې دا موافقه لاسلیک کړي.
که امنیتي موافقه ونه شي امریکا ممکن خپل ټول پوځیان له افغانستانه وباسي او افغان امنیتي ځواکونه له وسله والو طالبانو سره جګړې ته یوازې پرېږدي.
کرزي ویلي چې کېدای شي دا موافقه بل ولسمشر، چې د راتلونکي لمریز کال د حمل د میاشتې د انتخاباتو په نتیجه کې به واک ته ورسېږي، لاسلیک کړي.
امریکا اوس په افغانستان کې ۴۶ زره پوځیان لري خو په راتلونکو څو میاشتو کې به د دغو ځواکونو شمېر ۳۴ زرو ته رالږ کړي.
سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchwin6.23nx6djyt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته