دخپریدو نیټه :يکشنبه ۱۶ میزان ۱۳۹۶ ساعت ۱۷:۳۷
د مطلب کود : 151104
ناامنيو پراختیایي پروګرامونه ځنډولي
د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت وایي، په ځینو ولسوالیو کې وسلوال مخالفین د پراختیایي پروژو په وړاندې خنډ ګرځي.

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت په وروستیو درې کلونو کې د څه باندې نهه سوه میلیون دالرو پر ارزښت نږدې پېنځه زره پروژې پلې او ترې څه باندې یوولس زره کلیو ګټه پورته کړې ده.

وزارت ناامني د انکشافي پروګرامونو د لارې خنډ بولي.

د کلیو د بیا رغاونې او پراختیا وزارت ویاند اکبر رستمي وایي، ناامني مو د پروګرامونو د پلي کیدو په وړاندې لوی خنډ دی. په یوشمېر سیمو کې وسلوال مخالفین مو د کار خنډ شوي او ان پروژې یې درولي دي.       

نوموړی زیاتوي، د فساد په وړاندې مبارزه کې ښې لاسته راوړنې لرو. مونږ بریالي شوي یو، چې د فساد په وړاندې مبارزه کې یو اعشاریه اته میلیارد افغانۍ سپما رامنځته کړو.

د دغه وزارت د څرګندونو له مخې؛ څه باندې څلویښت سلنه  خلک له مواصلاتي خدمتونو لیرې پاتې شوي او نږدې دوه څلویښت سلنه خلک د څښاک پاکو اوبو ته لاسرسی نه لري.

سرچينه : د صدای افغان خبری آژانس(آوا)
https://avapress.com/vdchvznzk23nmzd.yjt2.html
تبصره پوسټ کړئ
ستاسو نوم
ستاسو دبرېښنا ليک پته